په کابل کې د طالبانو دحکومت لومړی ورځې وي، د پاکستان نوی سفیر د تورخم له لارې کابل ته راتلو، ماته په کابل کې د سرپرستی شورا ( ریاست الوزراء) له لورې وویل شول چې د بهرنیو چارو د تشریفاتو له مسؤلینو سره، د پلچرخي چیک پوسټ ته ددغه یواځیني سفیر ښه راغلاست ته ورشم.

د تشریفاتو له څو عرادې بنز موټرو او مسؤلینو سره هلته ولاړم، په کابل کې د پاکستان د سفارت یو شمیر کارکونکي هم هلته راغلي او مازیګر مهال د خپل راتلونکي سفیر استقبال ته ولاړ وو.

یو تن یی چې په هغوئ کې ئې دمشر رول لوباوه، له روغبړ وروسته، له ماڅخه نه لري کیده او ښه په پیښورۍ پښتو ئې دخپل اټم بم صفت راته شروع کړ، زه کله د لاس په کوچنۍ رادیو ځان ترینه مشغول کړم، کله له نورو ملګرو او موټروانانو سره، هسې په پالتو خبرو ځان اخته کړم، خو سړي قسم کړی و چې ماته به دخپل اټوم لاپې وهي.

په خبرو خبرو کې پر دې راغی چې: ددې لومړی خو أواز ډیره ستره خرابي رامنځته کوي، بیا دهغه پټاو ( انفجار) او بیا دهغه بوی او که پدې کابل یواځې یو را پریوزي نو ټول کابل تباه کولی شي.

زه چې تر دې مخکې لا له خواشینۍ بیخې پړسیدلی وم، نو دکابل د نازنین نوم په اوریدو مې، یو دم خوله ورباندې را خلاصه، په ښکنځلو او پوچ ردو مې شروع ورته وکړه او ورته ومې ویل چې: دلته د روسانو …… چیرې سوې، هر څه بمونه او اټمونه چې یې درلودل ټول یې وکارول، مګر ومو لیدل چې په ټیټو سترګو او مړو څټو وتښتیدل، تاسې به څه یاست او بمونه به مو څه وي؟

سړي چې هر څومره عذرونه او زارۍ کولې چې: ما خو هسي یو مثال وایه، داسې خو مې ندي ویلي چې مونږ یې پر کابل را غورځوو، ما بیا هم هماغه خبر ورته ټینګه کړې وه او ورته ویل مې چې: نه دا مثال دې ولي په لاهور نه وایه، څنګه دې پر خوله درتلل چې کابل تباه کوي، ځان ته پښتون هم وایې؟

خدای شته، هماغه وخت مې په عین خواشیني کې، یو ډول د شرم، مایوسۍ یا داسې درد احساس هم کاوه چې دغه کافر بم مونږ ولي نلرو او ولي مو خپل ټول هست ونیست داسې پر نه څه تباه او کباړ کړل چې اوس هر څوک مونږ پخپلو بلاو بیروي؟

اوس چې یو ځل بیا ددغو سپین سترګو تیري کونکو او د تاریخ په اوږدو کې زمونږ د سپیڅلې خاورې د وږ سترګیو غلو په وړاندې، د هیواد شاه زلمیان په تش لاس خو په پوره میړانه دریدلي او د هیواد له ولسمشر څخه نیولې تر عادي وکړو پورې، ټول وګړي، زاړه او واړه، نر او ښځې په یوه خوله را پاڅیدلي، دا دافغاني غرور، حریت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي وحدت د ساتنې تر ټولو ښه بیلګه او ددې اډانه ګڼل کیدلی شي چې افغانان په هر حالت کې د خپل هیواد د ساتنې او تیري کونکو ته د سرپه کاسه کې د اوبو ورکولو جوګه دي.

مګر پر دې هر څه برسیره دوې خبرې اړینې دي:

یوه داچې: افغانان او په ځانګړې توګه چارواکي باید په جدي توګه دیته متوجه وي چې د پردیو لوبو ښکار نشي، تر هرڅه مخکې باید پر دې ترکیز وشي چې دغه ډول ټولې شخړې باید د ډیرې عالي او فعالې ديپلماسۍ له لارې حل او د دو مسلمانو ملتونو تر منځ په ابرو مند ډول د ورورګلوۍ فضا را منځته کړل شي.

دوم داچې: که چیرته مقابل لوری بیا هم پخپل زور او اټوم نازیږي او دمنطق غوږونه نلري، بیا نو جګړه یواځې د اعلامیو او فیسبوکي اتڼونو کار ندي، وسله غواړي، امکانات او بالمثل وسائل غواړي، باید ډوډۍ ونه خورو خو هغه وسائل او امکانات پیدا کړو، له کومو څخه چې زمونږ د خاورې د غلیمانو سترګې سوځي او په کورکې دننه ئې د اوږو منځ ترینه تخیږي.

هره ورځ که مو داسې څه وموندل بیا به د غلیم پلار هم دې سپیڅلې خاورې او دهغو ننګیالیو کور ته په چپه د کتلو جرات ونکړي، د کومو ننګیالیو په نومونو چې هغوئ خپلې شوبلې او راکیټې نومولې او خپل غلیمان په بیروي.

خدای ج دې افغانستان په سوله، سوکالي او ښیرازي ودان او له هر سیال سره سیال کړي.

امین یا رب العالمین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *