تاند- د امریکا د کانګریس جمهوریپال غړی ویپ سټیف سکالیس نن /چهارشنبه/ د ویرجینیا ایالت په الکساندریې کې د بیسبال لوبې د تمرین په مهال په ډزو ولګېد.

د کانګریس د استازو جرګې اداري څانګه وايي چې په دې برید کې سکالیس ټپي شوی او له جدي خطر سره مخامخ نه دی.

نوموړی د جورج واشنګټن پوهنتون روغتون ته بېول شوی دی.

د کانګریس یوه بل جمهوري غوښتونکي غړي بروکس وویل، په دې برید کې د دوو امنیتي افسرانو په شمول څو تنه نور هم ژوبل شوي دي.

سکالیس په کانګریس کې د جمهوري غوښتونکو درېم مهم مشر ګڼل کېږي.

نوموړی د کانګریس د استازو په جرګه کې د لوییزیانا استازی دی.

ګومان کېږي چې حمله کوونکی یو تن و او ویل شوی چې سپین پوستی دی.

تراوسه پورې د دې حملې انګېزه نه ده څرګنده شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *