تاند- د افغانستان په شمال کې یوه سړي خپله ماندینه په دې خاطر وویشته چې د ده له اجازې پرته بازار ته وتلې وه.
د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د پولیسو قومندان د دوشنبې په ورځ وویل: د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي خدای داد د یکشنبې په ماسپښین خپله څلرویشت کلنه ښځه یوازې په دې خاطر ووژله چې د سودا رانیولو لپاره د ولسوالۍ بازار ته تللې وه.
امنیه قومندان محی الدین خان همداراز وویل:«قاتل د خپلې ښځې له وژلو وروسته تښتېدلی خو پولیسو یې د موندلو لپاره لټون پیل کړی دی.
تېره میاشت د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون په هیواد کې د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالو د ناببره زیاتوالي په وړاندې اندېښنه ښکاره کړه.
دې کمیسون د مارچ له شلمې د جون تر شلمې پوري دې ته د ورته اووه سوه پېښو راپور ورکړی او ویلي یې دي چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د ښځو پرخلاف تاوتریخوالی په سلو کې دېرش زیات شوی دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون ویلي چې تر ۲۴۰ زیاتې ښځې په دې موده کې د خپلوانو له لوري وژل شوی دي.