تاند- ساینسپوهان وايي، راتلونکې اوونۍ (د روان دسمبر میاشتې په نیمايي کې) به یوه کوچنۍ سیاره د مځکې له څنګه تېره شي.

د دوی په وینا د دې سیاره ګۍ پلنوالی به ۵ کیلو متره وي.

د روسیې د ایمانویل کانت پوهنتون ساینسپوهان وايي، دا کوچنۍ سیاره (۳۲۰۰Phaethon) نومول شوې او دقیقاً به د دسمبر په اوولسمه د مځکې له څنګه تېره شي.

ناسا پخوا د دې سیاره ګۍ په اړه ویلي و چې ممکن خطرناکه وي.ناسا همداراز ویلي چې دا سیاره ګۍ به له مځکې ۱۰ ملیونه او درې لکه کیلومتره لېري تېرږېږي.

د ساینسپوهانو په وینا د دې سیاره ګۍ عجیب مدار سبب کېږي چې لمر ته ډېره نژدې شي. دا سیاره ګۍ لکۍ لري.

تر دې وړاندې د سږ کال د اګست میاشتې په وروستیو ورځو کې یوه نسبتاً لویه سیاره ګۍ د مځکې د کرې له څنګه تېره شوې ده.

د فلورانس په نوم دا اسماني پرښه یا ډبره، چې اندازه یې ۴ کیلومتره او ۴ سوه متره وه، د اګست په دېرشمه د مځکې کُرې ته نژدې تېره شوه  او هیڅ خطر یې پېښ نه کړ.

له اټکلونو سره سم فلورانس له مځکې تر ټولو په نژدې حالت کې ۷ ملیون کیلومتره واټن درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *