کاکا جبار به تل لکه ژرنده چالان و.خو نن يې سپڼ له خولې نه ووت ،حوصله نه وه چې له ژونده شکایت واورم خو په خبرو مې راووست چې ګوندې له سوچونو را ووځي.
– کار څرنګه دی؟
د راډیو غږ یې ټيټ کړ.غاړه يې تازه کړه لکه د پوښتنې په تمه چې مې وي.
– ښه دی، خو کله خبر له ګوزارې وځي.
– خیر د نن کار دې ختم بوله.
– نه تر قضا ماخوستنه کار کوم.
کړکۍ يې پرانیسته.لاړې یې تو کړې.
-لمر مې ویلې کوي.د ورځې کار نه شم کولی.
بې مانا غوندې يې وخندل.
– زما نه یادېږي چې ماشومانو ته مې دې څه وروړي وي.خو دوی هر ماخوستن په تمه وي.
موټر ودرېد.مخې ته مو ژېړ سپی و، لمر يې د وړیو رنګ ور اړولی و.یوې بلې خوا ته یې داسې کتل لکه وږی چې مړېده نه لري ،له خولې راوتلې سره ژبه یې لکه وچه مځکه.
کاکا جبار خولۍ له سره لرې کړه.ککرۍ يې وګيروله.
د تورو ښیښو رېنجر مو تر څنګ ودرېد.سپی په مړه لکۍ ورو ورو له سترګو پناه شو.د رېنجر شا ته د ناستو ساتونکیو د ټوپکو خولې داسې مالومېدې لکه دود چې تورې کړې وي.
– دا وګوره!د موټر قیمت یې ګوره.هغه کلیمه ګوره.د دوی ټوپک ګوره.
رېنجر په سرعت رهي شو.کاکا جبار له لاړو خوله تشه کړه.موټر یې مړ شو، ده کیلي تاو کړه.سلف یې وواهه، خو زاړه موټر پل نه اخیست.ترې کښته شوم.د سړک پر غاړه د ناجو ونې سپېرې وې، لکه خاورې چې دې ورپاشلې وي.د ونې ډډ کې د خاورو له چاکونو تور غټ مېږتانه وتل ننوتل.
پای
کابل_افغانستان
۲۰۱۹ د اکتوبر۲۷مه