د انګړ منځ کې کټ ایښی و. ښځې راټولې وې، چیغو د کلا خټین دیوالونه جړقول. له ولاړو ښځو رابیله شوه. زما په لیدلو یې ښپې یبله داسې کاږه واږه ګامونه راواخیستل لکه له یوې قوي زلزلې چې تازه عملیات شوې د تیښتې هڅه کوي. غاړه کې یې راته لاسونه واچول او بیا یې چیغه کړه:
و، وروره له صفي الله یې خلاصه کړم.
ستونی مې ډک شو، هیڅ نپوهیدم څه ووایم. لکه رګونو کې چې مې د اور لمبه ګرځي. لکه له پښو چې مې ځمکه تښتي. بار بار مې د تسلیت لپاره الفاظ راجوړ کړل؛ خو چې د ژبې سر ته به راورسیدل په چیغو به بدل شول. لکه ما چې د یوه شاعر د دې بیت تمثیل کاوه:( څه خبرې مې پر زړه وي، خو سلګۍ شي)
دا مې د مشرې خور په څير مهربانه د تره لور وه. ځوان زوی یې تازه له زراعت فاکولتې فارغ شوی و، غوښتل یې د نورستان په ننګراج لیسه کې ښوونکی شي، اسناد یې همداسې انبار پاتې شول او دی ترې روان شو.
شاید تاسو یې د جرم پوښتنه وکړئ، نو غوږ شئ:
له څلورو نورو ملګرو سره د کور مخې ته د لوبې نندارې ته ناست و. یو هټیوال و، یو د شرعیاتو د پوهنځي محصل و او بل نوی ځوان، محلي پولیس و .
غازیانو ورته ماشیندارې ونیولې، ټول یې غلبیل غلبیل کړل او بیا داسې فاتحانه روان شول لکه سپینه ماڼۍ چې یې فتح کړي وي، لکه ټرمپ او سکاټ میلر چې یې په سر ویشتلي وي.
واړه ورور یې راته ویل: ماما! یو دم ډزې شوې، موږ پروت وکړ. یو وخت چې مې سر جیګ کړ لالا مې ( صفي الله) وینو کې لاس او پښې وهلې. هغه یې….
***
ټوله لاره مې په همدې فکر کاوه چې کورته په رسیدو باید څه ووایم، که وریرې راسره مخ شي څنګه یې دلاسا کړم او… کور ته ورسیدم، خلک راټول و. یو ناڅاپه مې وړې وریرې رامنډې کړې، لاسونه یې رانه تاو کړل او بیا یې وویل:
و کاکاجانه! دادا یې راته وویشت.
اخ،
څنګه مو پوه کړم چې دې جمله کې څومره سوز و؟ لکه زه چې چا د اور په غونډارې ویشتلی یم. زړه کې جوړې کړې خبرې رانه هیرې شوې او شیبه دواړو داسې وژړل چې هیڅ د هغې ماشومې او زما توپیر نه کیده.
شاید ووایئ، ولې یې وویشته؟
ګردیز کې قاضي و. یوه ورځ مې ورته ویل، هره اونۍ کور ته مه راځه. لاره کې احتیاط کاوه. موسکی شو: موږ ملکي خلک یو له موږ سره د چا څه؟
خو د ده وړاندوینه او خوشباوري بلکل غلطه وه. موټر یې ورته محمداغې ولسوالۍ کې ودراوه، له څلورو نور ملګرو سره یې غلبیل غلبیل کړ.
تابوت ته یې ولاړوم، شونډو یې یو عجیبه حالت درلود. ښه مې یاد شي؛ چې کله به یې کومه غمجنه او دردونکې کیسه واوریده، همداسې به کیده. شاید؛ نور ملګري له ده مخکې ویشتلي وي، د هغوی درد همدې حالت ته راوستی وي او بیا خپله هم…
اوس یې هم موبایل کې راسره د تیلفون نمبر ثبت دی. کله کله خیالونه کې غرق شم، همدا نمبر راواړوم او هغه وختونه را په زړه کړم، چې په همدې نمبر به مې ور سره خبرې کولې.
***
زما په بدبخت ولس کې په زرګونو داسې کیسې دي. زه د هغوی له زړه هم خبر یم؛ چې نیمه شپه یې په کور چاپه وهل شوې، د ماشومانو مخکې یې ورته پلار وژلی. د پلار وینې د ماشومې مخ سور کړی او بیا هغې تر ډيره له دې ویرې مخ نه دی وینځلی چې د پلار وروستۍ نښه یې پاکه نشي.
زه له نورو کیسو هم خبر یم؛ چې بمبار کور کنډواله کړی او یوه ادې تر ماښامه په خپل پلو کې د سوزیدلو ماشومانو د هډونو په راټولولو ستړې شوې.
زه له دې هم خبر یم چې ماین موټر هوا ته پورته کړی او بیا خلکو د خپلو عزیزانو د غوښو ننداره د سړک د غاړې ونو په ښاخونو کې کړې ده.
او…
نو، غوښتنه لرم. هیله لرم:
د سولې لپاره هرصادقانه ګام وستایئ، لږ تر لږه مخالفت یې مه کوئ. له پیغورونو تیر شئ. سرې او ژیړې کرښې مه یادوئ.
له دې پیغوره تیر شئ؛ چې ولې نږدې شل کاله په زرګونو ځوانان له اشغال سره د مبارزې تر نوم ووژل شول او اوس ورسره سوله کیږي او…
ځکه؛ پرته له سولې بله لاره نشته. که د یوه انسان ژوند هم وژغورل شي؛ غټه خبره ده. بله لاره نه لرو، یا به خپلې جنازې پر اوږو ګرځوو او یا به سولې ته زړه ښه کوو.
تاسو نه دي اوریدلي: وینه په وینې نه وینځل کیږي. نیمه پیړۍ خو مو د وینځلو دا تمرین وکړ، ایا بریالي شوو؟
کب ۲۱/ ۱۳۹۸