تاند- د لومړي ځل لپاره یو سترمنه ماډله د انګلیستان (انګلنډ) د ښکلا ملکه غوره شوه.
سارا افتخار، چې د هډرزفلید پوهنتون د حقوقو د پوهنځي محصله ده، د انګلیستان د ښکلا د ملکې لقب له دې سره سره خپل کړ چې ټیکری یا پوړونی پر سروي.
دې په دې سیالۍ کې د شمالي انګلنډ د استازیتوب کاوه.
دې په ۱۶ کلنۍ کې د کالو د ډیزاینولو او سینګار یا میک اپ کاروبار پیل کړی او خپل عکسونه یې په ټولنیزو شبکو کې له خلکو سره شریک کړي دي.