تاند- په هلمند کې یوه افغان په لمریزې انرژۍ چلېدونکی واټرپم جوړ کړ.

دا افغان، چې داد محمد نومېږي، وايي؛ دا واټر پمپ یې د دې لپاره جوړ کړ چې د لېري پرتو سیمو خلک، چې برښنا نه لری، ورڅخه کار واخلي.

۲۵ کلن دادمحمد وايي غواړي چې دا ډول ډېر واټرپموپونه جوړ کړي څو د وروسته پاتې ولایتونو اوسېدونکي ورڅخه کار واخلي.

دی وايي چې له دې واټرپمپ څخه د څښاک د اوبو د راایستلو او د کروندو د اوبولو لپاره کار اخیستل کېدای شي.

کلیوالو د دادمحمد واټرپمپ خوښ کړی او له هغه څخه یې غوښتي دي چې نور جوړ کړي.

دادمحمد وايي، خلکو د برښنا د نشتوالي له کبله چینايی او پاکستاني واټرپمپونه اخیستل او دې مسلې ده ته دا فکر پیدا کړ چې په لمریزې انرژۍ چلېدونکی واټر پمپ جوړ کړي.

په هلمند کې هغه خلک، چې د جان محمد له لوري په لمریزه انرژۍ چلېدونکی واټر پمپ یې استعمال کړی، وايي چې د دغه واټر پمپ له کاره راضي دي.

2 thoughts on “یوه هلمندي په لمریزه انرژۍ چلېدونکی واټر پمپ جوړ کړ”
  1. دې ته وایی اتل -دخلکواوولس خدمتګار- ټوله ولسی جرګه دې دده له ډګې قربان شی

  2. Many Parliament members’s families are in America or other western countries and they receive free social and medical helps from the governments.Dad mohammad is much better than those parliament members because he thinks about his country and people an would like to help. I give him +A.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *