تاند- د کویت رسنیو نن /چهارشنبه/ وویل چې یوه هندي سوداګر د تجارتي معاملې پر سر له یوه افغان سوداګر سره جګړه کړې او هغه یې په چاړو وژلی دی.

د کویتي رسنیو د راپور پر اساس د افغان او هندي سوداګرو ترمنځ د ۳۰۰۰ کویتي دینارو، چې ۳۹ زره اماراتي درهمه کېږي، پر سر لانجه وه.

افغان په کویت ښار کې په خپل کور کې وژل شوی او هندي هڅه کوله چې مړی په موټر کې کوم لېري ځای ته یوسي او پټ یې کړي.

خو د کویتي کوربه له لوري لیدل شوی او هغه پولیسو ته خبر ورکړی دی.

د کویت د الوطن ورځپاڼې د راپور له مخې، هندي سوداګر پر دې جنایت اعتراف کړی او استنطاق کوونکو ته یې ویلي چې وژل شوی افغان یې ۳ زره درهمه پوروړی و.

3 thoughts on “یوه هندي سوداګر په کویت کې یو افغان په چاوړو وواژه”
  1. دتاند محترمي اداري ته ،
    الله تعالي دي دا وبخشي او جنتونه دي په نصيب شي ، او نورو افغانانو ته دي الله هدايت وكري .

    او د كويت دينار دي هغه درهم ندي ، دوهم هغه دري زره ديناره تقريباً ٩٦٠٠ دالر كيژي .

  2. الله ج د وبخشې او نور د الله ج د افغانانو ته په خپل هېواد کې د کار زمېنه برابر کړې او الله ج خو د له نورو بدبختوېو نه خلاص کړې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *