تاند- له انځورګرۍ یا رسامۍ سره بورس تړلی دی او ښايي تراوسه چا نه وي اورېدلي چې د اوبو(Water) یا غوړو (Oil) په رنګ یې بې بورسه کار کړی وي.
مګر دا هندی له بورسه کار نه اخلي.
ایني، چې د هند په کیرالا ایالت کې اوسي، له خپلې ژبې د بورس کار اخلي او ادعا کوي چې تراوسه پوري یې پر ژبه تر زرو زیات انځورونه کښلي دي.
ده د نامتو انځور ګر لیوناردو داونچي شهکار انځور (وروستی ماښام) کاپی کړی او ټول یې د ژبې په وسیله ایستلی دی.
د ښاغلي ایني په وینا پر ژبه رسامي اسان کار نه دی ځکه چې پر ژبه د رنګ د لګېدو له کبله هم ژبه او هم سر درد کوي او له بلې خوا د سترګو نظر کمزوری کېږي.
دی وايي چې هغه رنګونه کاروي چې کیمیايي مواد پکې نه وي څو تاوان یې لږترلږه وي.