هندی اشفاق مجید چې درې کاله مخکې له داعش سره یوځای شوی، هندوستان کې یې یوې کورنۍ ته تلګرام کړی او خبر کړي یې دي، چې زوی او نګور یې ددوی سره یوځای شوي او جهاد کوي.

ون انډیا هندي رسنۍ  په دې خبر سره چې د هند د کیریلا سیمې یو انجنیر دده په مشهوره او لارښوونه له داعش سره یوځای شوی، هندوستان کې یې سرتاسري اندیښنه راپارولې ده.

ون انډیا وايي، یو ۲۸ کلن انجنیر، د هغه مېرمن، او څلور ماشومان يې افغانستان ته تللي او خپله کورنۍ يې د بل چا د تلګرام له لارې له خپلې پریکړې او سفر خبره کړې ده.

معلومات په ډاګه کوي، چې دا کورنۍ د کیریلا د ولینچیري سیمې استوګنه وه، او ولینچیري هغه سیمه ده، چې هندو او مسلمان وګړي یې دوستانه ژوند او اړیکې لري.

By Seen

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *