زه، خوریی او د اکا زوی مې دریواړو د “الرحیلي” کمپنۍ موټر په کرایه ونیو، سکڼی ماښام له تبوکه مخ پر جده روان شوو، ورځ مو هم ویښه تېره وه، شپه مو کابو زر کیلومیتره لاره ووهله، سهار نهه که لس بجې جده کې افغان قونسلګري ته ورسیدو، د قونسلګري دروازو ته د افغانانو کاږه واږه کتارونه ولاړ وو، موږ هم کتار کې ودریدو، دروازه کې مو سترګې ګنډلې او د انتظار شېبې مو شمېرلې.
د قونسلګري له خوا نظم او ترتیب نه و، مراجعینو به کله کتارونه جوړ کړل، یا به کله سعودي خاصو پولیسو په سپکه او ستوخه لهجه خلک منظم کړل، خو افغاني بې نظمه مزاج په دې کمزورو ترتیبونو پیاوړی و، ګډوډي به زیاته شوه، شور اوشور زوږ به جوړ شو او د ځان غوښتني بل په ځمکه ویشتلو یا کوهي ته ټېل وهلو افغاني طبیعت به معامله خرابه او ګډه وډه کړه. هغه ورځ مې دا پوسټ فېسبوک ته پورته کړ:
( د جده شریف قونسلګري به منئ، نن یې د تورو ډنډو، سوکانو، څپېړو او ښکنځل ډوله قومنده په زور له قانونه باغي افغانان منظم کول!)
پخپله د افغان قونسلګري کارکوونکو یواځنی نظم مې د هغوی په شرټ، پتلون او نیکټایي ګانو کې ولید، نور حال او اخلاقي رویه یې زما د فېسبوک په دویم پوسټ کې لاندې درته بیانوم. د جدې قونسلګري یوه مامور په یوه افغان برید وکړ، هغه چې مخکي خلک منظم کول، نو “لطفاً” لفظ یې ډېر کاروه، کله چې یې په هغه افغان برید وکړ نو د سوکانو کارولو په مهال یې هم ډېر تېز تېز (لطفا لطفا) تکراروه، دومره تېز چې د “لطفاً” له “فاء” سره یې لاړي بادیدلې، مال ربه خیر…
نو عافیت مې دا وبللـه چې جده پریږدم او ریاض ته ولاړ شم. خو ریاض ته له روانیدو مخکي د وی په اړه نوري خبرې هم لرم. او لاندې یوه پوسټ کې د قونسلګري د یوه وحشي کارکوونکي وحشيانه چلند روښانه کوم.
د جدې قونسلګري یو مامور دروازه کې ولاړ و، ډېر په غوسه یې خلکو ته د نظم مراعت کولو په اړه تقریر کاوه، یوه تقريباً درۍ کلنه افغانه نجلۍ یې خواته راغله، ده چې دروازه پوري کوله د هغې ماشومي ګوتې په کې بندي شوې او په سويو کړیکو یې له درده زما زړه هم ولړزوه، مامور صیب هغې نجلۍ ته په قهر وویل: دلته څه بلا غواړې … نجلۍ سختي چیغې وهلې چا یې مور ته ورسوله، مامور صیب یې مور او نورو مېرمنو ته په لوړ اواز په قهرجنه لهجه وویل: وه خوندو! اولادونه مو سمبال کړئ دا مو څه ریشخند جوړ کړئ… او د ده په قهرلړلو چیغو کې د نجلۍ سوې ژړا هم خاموشه شوه.
له ځان سره مې کړه: دلته هم د شفقت ځای وحشت او شقاوت نیولی، په دومره وړه ماشومه چې یې هم زړه نه سوځي، پر موږ به څه رحم وکړي. د دې کارکوونکي کړه وړه مې ډېر وڅارل، هغه سخته سپکه ژبه لرله، سمه خبره یې بېخي زده نه وه.
د ده له داسې ناسم چلند او سپکو خبرو نه سخت خپه شوم، په تېره بیا چې د ده له دې بداخلاقي سره مې د مراجعینو ځان غوښتنې، اخلاقي کمزوري او بې ادبۍ یو ځای ولیدلې هغه مې په بل پوسټ کې په لاندې توګه ولیکلې. یوه به لاس پورته او ناره کړه: په کوران زه له فلان ځايه راغلی یم، بل به چیغه کړه: په ولا زه څووم ځل راغلی او کار مې نه دی سوی او… دا څو ورځې جده او ریاض کې د سعودي میشتو مسافرو منځ کې پاته شوم، قسمونه او قرانونه کیدل، ټېلې او ټمبې، نارې او سورې وې.
په دیوالونو ختل او لویدل او دروازې یې ګړبه ولې، هر یو د خپل هدف او مدعا لیونی و او خپل کار ته سپېلنی او ګړندی و. هيڅوک آن د مشر، بوډا، معیوب او آن مېرمنو په کیسه کې هم نه و، په بابیزه خبره غوسه، کرکه، یو بل ترټل او ښکنځل اسانه کار و! کله خو پریده پریده ته هم خبره رسیدله. متاسفانه او بیا متاسفانه له دې حالته مې څوک مستثنا ونه لیدل. په کتار کې ولاړ وم، د دې خلکو د حالت په رڼا کې مې د خپل ولس موجوده او اینده مطالعه کوله، زموږ په ناپوهۍ او بې رحمۍ مې ډېر ځله غونۍ ځيږ شو، ماغزو کې مې شور او اور بل شو، هک پک ولاړ وم، نمژني سترګې مې غړولې او زړه مې د یأس بې رحمه څپېړې خوړلې.
بله ورځ د نمبر اخیستلو په نیت قونسلګري ته ولاړو، نن هم اوږده کتارونه، ټېلې او ټمبې وې، تر غرمې مو د نمبر اخیستلو مکرري ناکامه هڅې وکړې، هیڅ مو ترلاسه نه کړل، ریاض کې مې یوه ملګري سره اړیکه ونیوله، هغه راته کړه دلته ازدحام کم دی ورځ کې کار خلاصیږي، ریاض ته ولاړو او هلته مو ورځ کې کار وشو. د الله شکر دی شکایتي مزاج نه لرم، بل چې په شکایت ووينم، هم یې منعه کوم، شکایت منفي چلند او پديده ده، تش ځان زورول دي او ځیني خو په شکایت سره خپله تنبلي او سستي پټوي او مسؤلیت د نورو پر غاړه باروي. کله بیا داسې هم وي چې شکایت کې ګټه او مصلحت نغښتی وي، په ځانګړې توګه له مسؤلو جهتونو او ادارو نه سالم شکایت ګټور وي. دا کرښې جده کې د افغان قونسلګري په اړه شکایتونه دي، خدای دې وکړي مسؤلو اړخونو ته ورسیږي او په اړه یې غور وکړي.
Come one time to Holland .and look to Afghan Diplomaat,they also fighting
که رښتیا هم د مراجعینو شمېر زیات وي او په جده کې د افغانستان د جنرال قونسلګري مسوولین د هغوي مشکلاتو او ستونزو د اجرا لپاره کافي پرسونل ونه لري ، دوی د دافغانستان د خارجه چارو وزارت ته وړاندیز وکړي چې مرستندویه مامورین ور ولېږي. او که احیانا دوي په کابل کې هم اضافي مامورین ونه لري د افغانستان له نورو سفارتونو او یا جنرال قونسلګریو د مرسته وغواړي. مونږ پدې برخه کې کافي روزل شوي دیپلوماتان لرو چې په تاسف سره د وزارت د متصدیانو د بېعدالتۍ له امله په نورو هېوادونو کې ژوند کوي.
د یوه مسافر افغان د کارونو اجرا لپاره باید یو منظم پلان جوړ کړل شي. کېداي شي د سعودي عربستان په نورو لویو ښارونو کې چې د افغانانو شمېر زیات وي د سهولت او آسانتیاو لپاره نورې قونسلګرۍ تاسیس کړل شي.
په هر حال سره دا د افغانستان د باندینیو چارو وزارت او او په کابل کې د قونسلي چارو د ریاست مکلفیت دی چې پدې هکله جدي ، عاجل او هر اړخیز اقدام وکړي.
زما له نظره دا یو تربیتی مشکل دی چی موږ یی دکابل او ولایاتو ادارو کی داسی ګڼ موارد لرو چی د دولت مامور داسی نه ګڼی چی دی د ملت خادم دی بلکی فرعون ګونه یا دوګانه ( منافقانه) تعامل کوی چی دی خصوصیت د بن د انحصاری معاملی رادیخوا زور واخیست خو اوس یی نسبتا مخنیوی کیږی مګر دا تنظیمی متعفن مرض دی چی نور جاهلی تعصبات هم ورسره ګډ دی چی اکثرا اهلیت او کفایت تر پښو لاندی کیږی او فاسدو روابطو ته ترجیح ورکو ل دی چی تیره ۱۳کلنه دوره د خادم المفسدین ،قوی پاک کاری غواړی چی شروع شوی او باید په قوت دوام پیدا کړی.
.خواشینوونکئ داستان دی
کاشکی زموږ ګران ورور حامد صاحب دا توضیح هم راکړې وای چه آیا د جدې د قونسلګری کارکوونکی په پښتو ژبه ږغېدل او که په دری ژبه، البته زه ددې پوښتنی تر شا کومه بد نیت نلرم، ټول یو وړونه یو خو مقصد می دادی چه ووایم څرنګه چه په سودی کی، وبخښی،سعودی کی اکثراً پښتانه اوسی او په ضمن کی اکثره سفارتونه د غیر پښتون په لاس کی دی، داسی نه چه یو مسافر بېچاره د خپل قونسلی کار د سرته رسولو پخاطر یو ترجمان هم د
ځان سره بوځی
بل عرض می دادی چه افغانان باید په صف کی د نوبت فرهنګ زده کړی، دا دومره مشکل کار ندی