تاند – د برتانیا جنګي جیټ الوتکو د پاکستان د هوایي کرښې یوه مسافر وړونکې الوتکه PK757  چې د لندن هیترو هوایي ډګر ته ور روانه وه له خپل مسیر څخه وګرځوله.

ویل کیږي چې دغه الوتنه له لاهور څخه لندن ته کېدله.

د برتانیا جیټ الوتکو بدرګه شوې پاکستانۍ الوتکه د سټنسټېډ په هوایي ډګر کوزه کړه، او د برتانیا د سن ورځپاڼه لیکي چې پولیس له کېنول شوې الوتکې څخه چاپېر شوي دي.

PK757

برتانوي رسنۍ وایي چې له پاکستانۍ الوتکې څخه د امنیتي ګواښ او ترهګریزې حملې خبرونه ورغلي ول.

د برتانیا ډیلي میل ورځپاڼه لیکي، چې په سټنسټېډ هوایي ډګر هغه الوتکې ښکته کیږي چې امنیتي ګواښ ورسره مل وي.

ویل کیږي چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا متحده ایالاتو په ترهګریزه حمله کې اکثرو عاملینو په یو نه یو ډول له پاکستان سره تړاو درلود چې د خالد محمد شیخ په شمول د ګڼو ترهګرو څرک په دغه هېواد کې ولګېد.

One thought on “یوه پاکستانۍ مسافر وړونکې الوتکه د ترهګریزې حملې په شک د لندن هیترو هوایي ډګر څخه وګرځول شوه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *