تاند- یوه پاکستانۍ ورځپاڼه ادعا کوي چې امریکا له طالبانو سره په خبرو کې په افغانستان کې د دایمي اډو غوښتنه کړې ده.

ایکسپریس تریبیون وايي، د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د خبرواترو له جزییاتو یوې خبرې سرچینې ورته ویلي چې امریکا طالبانو ته ویلي، د دې لپاره چې د افغانستان له خاورې څخه بیا د امریکا او نورو لوېدیځو هیوادونو پر ضد کار وانخیستل شي، په افغانستان کې دایمي اډې غواړي.

ایکسپریس تریبیون وايي چې امریکا طالبانو ته ویلي چې د سولې په بدل کې به امریکا د افغانستان د پرمختګ لپاره ډېرې مالي مرستې وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي، امریکايي استازو طالبانو ته دا هم ویلي چې په افغانستان کې به د امریکا اډې د افغانستان له امنیتي چارو یا د افغانستان له کورنیو شخړو سره کار نه لري او یوازینی هدف به یې د سیمې ثبات وي.

ایکسپریس تریبیون زیاتوي چې په افغانستان کې د امریکا دایمي اډې به د روسیې، چین او ایران له مخالفت سره مخامخ شي ځکه چې دا هیوادونه فکر کوي چې امریکا د افغانستان له خاورې څخه په سیمه کې د ستراتیژیکو هدفونو لپاره کار اخلي او اصلي هدف یې افغانستان نه دی.

امریکا او طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *