دنړیوالو دمیلیونونومرستواو همکاریو سره سره لاهم موږ اوس دګڼو ناخوالو اوستونزو سره لاس اوګریوان یو،لا هم دعام ولس په ژوند کې هیڅ یو مثبت تغیر نه لیدل کیږي.
ولي ستونزي یې نوري زیاتي شوي دي دلته هرڅه خلاف د عام ولس دي ارادي روان دي،روان وو، که بیا داسي وي فکر نه کوم چي موږ به ستونزو لمن راټوله کړو.
هغه وخت مو ښه یاد دی چي د امریکا د بي دوه پنځوس ډوله الوتکو بمارد کیدلو او بل لور ته دجرمني په بن کې د پراخ بنسټه حکومت رواني وي نو په کلیوالو سیمو کې به خلکو خورا په ښه تحلیل سره دپراخ بنسټه حکومت پرسرتاوده بحثونه کول دهیواد بیارغوني،سالمي اداري،او ابادۍ بحثونه خو مي ډیر ښه دي حتا یوه سپین ږیري خو لا دا هم وویل:
(یوه الوتکه چي ډیره په لوړه ارتفاع کې یې مزل کاوه ویل دومره ورته خوشاله یم لکه ډالر چي راباندي اوري)
ځینو به دي هم حساب کاوه ویل به یې که چیري هرکورته یو،یو میلیون افغانۍ ورکړي لاهم دامرستي ډیري،لا هم به نوري زیاتي پیسي هر کور ته ورسیږي.
دا حسابونه خورا ګرم وو پر هر لمرڅیکي به عامو خلکو داد خوښیوبحثونه کول،پردیو پیسو ته به یې حساب کاوه،هسي یې پردۍ ښوروا ته ډوډۍ وړه کړې وه.
خبر نه وو چي دا مرستي به یوڅو محدود کسان حیف ومیل کوي،خو نوم دافغانستان پري یادیږي نړیوال به وایې چي موږ د افغانستان سره دومره مرسته وکړه.
هو دا سمه ده چي دلته پریمانه پیسي راغلي خو څنګه راغلي؟
څه شوي؟ چا یووړلي؟ څنګه یې یو وړلي؟
ایا تر دي وړاندي هم دلته فساد همدومره زیات و؟
که ددي پیسو دراتګ سره یو ځاي دا فتنه هم راپیدا شوه؟
هغه وخت چي نړیوال دلته راتلل، ددتروریزم اومواد مخدر ورکولو په بهانه راغلل خو هغه تر دي نور هم زیات شو اوس خو خلک تر خپله کور او کلي پوري نه شي تللی.
لا یې یوه بله بلا هم وزیږوله چي نن یې دټولو افغانانو ژوند تریخ هغه پراخ فساد دی چي اوس له دي فساده څخه په نړۍ کې دافغانستان نوم په فاسدو هیوادونو کې راځي کله اول کله دویم اوکله څلورم.
دده سره کله چي افغان دولت دنورو مرستوغوښتنه په توکیوکانفرانس کې وکړه نو مرسته کوونکو هیوادونه ورته دشفافیت وړاندیز وکړ او دا یې غوښتنه وه چي موږ به هغه وخت مرسته وکړو چي افغان حکومت باید موږ ته حساب راکړي او هم فساد له منځه یوسي
خو نه فساد ورک شو نه،نه موږ حساب ورکړ او نه نړیوالو ددي حساب لپاره ځان ته دشفافیت لاره وموندله په دي فساد کې یوازي افغانان نه بلکې بهرنیان هم ښکیل دي نړیوال که په رښتیا غواړي چي دلته شفافیت راشي نو ټول هغه کسان چي په فساد کې ښکیل دي باید دحساب میز ته راکش کړي.
چي دا مرستي څنګه،دچاسره او چیري ولګیدلي؟
لا دا چي افغان دولت او ولس اوس هم ډیرو مرستو ته اړتیا لري او هیله یې داده چي نړیوال باید مرسته وکړي خو نړیوال دفساد خبره کوي خو دفساد خبره موږ هم کوو موږ هم غواړو چي فساد دي ورک شي،فساد نه غواړو خو تر اوسه دا دومره فساد چا کړی دی؟
عاملین یې څوک دي؟ دلته فساد شوی دی خو عاملین یې هیڅوک یې نه دي نیول شوي.
یا داسي چي فساد نه شته،که وي نو داعاملین یې ولي نه نیول کیږي؟
په دي ترتیب که دټولي نړۍ پیسي افغانستان راوړل شي دافغانان په ژوند کې به نه تغیر راشي نه به افغانستان جوړ شي نه به پر دي ترتیب دا دسلو کالو وږي چي دافغانانو په نامه هرڅه دځان لپاره ځغلوي ماړه نه شي.
اوس دي نړیوال حساب غواړو موږ به مرسته دوي دي دا کوي موږ دا.
دوي دي پور غواړي موږ نور.