بوسټون ګلوب آمریکايۍ ورځپاڼه لیکي؛ دا کافي ستونزمنه خبره ده چې د افغانستان جګړه کابو ۱۷ کلنه کیږي. خو اوس د ټرمپ اداره د امریکا په کانګریس کې د خلکو غوسې ځکه راپارولې چې د آمریکا په تاریخ کې د دغې اوږدې جګړې په اړه یې یو غیر معمول کچه معلومات پټ ساتلی. په دغو پټو معلوماتو کې د افغان پوځ ورځ تر بلې کمېدونکی شمېر هم شامل دی.

د بوسټون ګلوب ورځپانې د راپور له مخې، هغه معلومات چې د حکومت په یوه تازه راپور کې خپاره شوي، له یوه داسې راز څخه پرده پورته کوي چې پینټاګون د تېر کال راهیسې پټ ساتلی و: د افغان پوځ شمېر یولس سلنه راټیټ شوی او حکومت ضد وسله‌والو له حکومت څخه زیاتې سیمې نیولې دي؛ دغه معلومات له خلکو سره دا پوښتنې را پورته کړې چې ګواګي پینټاګون خپله ناکامه سټراټیژي له خلکو پټه ساتي.

د آمریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې افغان جګړه یې د خپلې نوماندۍ پر مهال «یوه بشپړه ضایع» بللې وه؛ په اګسټ میاشت کې افغان جګړې ته د دوام ورکولو په اړه خپل پلان اعلان کړ؛ نوموړي وویل، که څه هم نوموړی د دغې بې‌پایه جګړې په اړه د امریکا د خلکو «ناهیلي» درکوي، خو دغې جګړې ته د نورو اضافي سرتېرو لیږلو ته ژمن دی په داسې حال کې د چې د هغوی د وتلو لپاره کوم مهال ویش هم نه ټاکل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *