خبریال: میرویس جلالزی – دا مو تل د رسنیو له لاري اوریدلي چې د ښځو او نجونو د حالت د ښه کولو او له ناوړه دودونو د هغوی د ژغورلو لپاره تبلیغاتي کمپاینونه او یا هم روزنیزې کورسونه جوړ شوي دي، لیکن دا ځل یوې پیغلې داسي هلې ځلې پیل کړي چې له مخې یې غواړي په نړیواله کچه د ښځو او نجونو پر وړاندي د زور زیاتي مخنیوی د خپل هنر له لارې وکړي.
دغه جادوګره انځورګره ډاکټره شمایله علي نومیږي.
دې لندن میشتې انځورګرې د منځني ختیځ، آسیا او اروپا په کچه د ښځو او نجونو پر وړاندي د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د انځورګرۍ کمپاینونه او نندارتونونه جوړ کړي او دا ځل پلان لري چې د ماشومانو د شاقه کارونو او قاچاق پر ضد د انځورګرۍ یو بې ساری نړیوال نندارتون ترتیب کړي.
ډاکترې شمایلې علي له تاند سره په خبرو کې وویل چې د دې د کارونو تر ټولو ستر هدف دا دی چې ښځې له بدبختیو څخه وژغوري او پر هغو ټولنو او حکومتونو ولسي فشارونه زیات کړي چې پکې ښځې او نجوني له ډول ډول تاوتریخوالي سره لاس او ګریوان دي.
له دې ډلې یو هم افغانستان دی.
افغانستان هغه هیواد دی چې پکې له ښځو سره تاوتریخوالی په لوړ حد کې دی او ډیری ښځې نه شي کولای له نارینه پرته له کوره دباندي ووځي او لا هم پیغلي نجونې په بدو کې ورکول کیږي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د شمیرو له مخې په تیر ۲۰۱۵ کال د یوه بل متواتر کال لپاره د افغان ښځو او نجونو لپاره ډیر ناوړه او ویرونکی و.
میرمن شمایلې د ښځو د نړیوالي ورځي (د مارچ اتمې) په درشل کې په نړۍ کې د پیغلو نجونو او ښځو حالت د اندیښني وړ وباله او ویې ویل، په دې برخه کې د ډیرو هیوادونو د عدلي او قضایي اورګانونو کمزوري اقدامات د دې سبب شوي چې دا ډول پیښې زیاتې شي.
هغه وايي، د دریمې نړۍ په هیوادونو کې تیري کوونکي هیڅکله نه محاکمه کیږي اوعدلي او قضایي اورګانونه هم نه توانیږي چې مجرم محکمې ته راکاږي. همداسبب دی چې دا پیښې زیاتیږي.”
i have been following Dr for many years. She is an inspiration and amazing. I want to be like her.