تاند- د هند په چندي ګړ کې یو ځوان، چې له بې روزګارۍ په تنګ شوی و، د هریانې ایالت اعلي وزیر په څپېړه وواهه.

د هندي رسنیو د راپور له مخې دا پېښه هغه مهال وشوه چې د هریانې صوبې اعلي وزیر بهوپندرسینګ هودا په یوه لاریون کې پانې پټ ته روان و.

اعلي وزیر په سرخلاصي جیپ موټر کې سپور و څو د هغو کسانو شعارونو او نارو ته ځواب ووايي چې دی یې پاني پت ته په لاریون کې بدرګه کاوه. په دې منځ کې یو زلمی ناببره د اعلي وزیر له ساتونکو ورتېر شو او اعلي وزیر ته یې د زړه له تله کلکه څپېړه ورکړه.

پولیسو سمدستي دا ځوان ونیوه او توقیف ځای یا تاڼې ته یې یووړ.

پولیس وايي له لومړنیو تحقیقاتو ورته څرګنده شوې چې ځوان بې روزګارۍ سخت ځورولی او د اقتصادي تنګسې له کبله ذهناً پریشانه دی.

که څه هم پولیسو د ځوان پر خلاف دوسیه ثبت کړې خو ګومان کېږي چې اعلي وزیر به ور تېر شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *