تاند- یو چینايي پر بایسکل له ۳۰ ورځې سفره وروسته پوی شو چې په غطله لار روان دی او ۵۰۰ کیلومتره یې ځان هسي ستړی کړی دی.

د چاینا ډیلي ورځپاڼې د راپور له مخې، چینايي کارګر د تېر میلادي کال په دسمبر کې د شاندونګ ایالت له (ریژاو) ښاره روان شو چې ۱۷۰۰ کیلومتره لېري په هیلونګ ولایت کې خپل کور ته لاړ شي.

دغه سړی پر بایسکل روان و چې په یوه لویه لار کې ترافیک پولیسو ودراوه ځکه چې پر دغه لار بایسکل چلولو ته اجازه نه وه.

له خبرو وروسته پولیسو ته معلومه شوه چې سړی بلې خوا ته روان دی.

چاینا ډیلي ورځپاڼه وايي چې پولیسو دغه سړي ته د رېلګاډي ټکټ واخیست او خپل کور ته یې واستاوه.

ورځپاڼه وايي چې دغه سړي له شوقه نه بلکې په دې خاطر چې د موټر او رېلګاډي د ټکټ پیسې یې نه لرلې پر بایسکل سفر کاوه.

ویل شوي چې دغه سړي، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، د لارې په نقشو نه پوهېده او له خلکو یې پوښتنې کولې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *