تاند- یوه کاناډايي د امریکا د لوټو مکس (Lotto Max) ۶۰ ملیون (کاناډايي) ډالري جایزه وګټله.

د اتلانتیک لاټرۍ ټولنې وویل چې د لاټرۍ ګټونکي کاناډايي، چې نوم یې پټ ساتل شوی، د کاناډا په فرانسوي مېشت ایالت کیبیک کې د لوټو مکس لاټرۍ ټکټ اخیستی و.

۶۰ ملیون کاناډايي ډالره د ۴۵ ملیونه او ۴ لکه امریکايي ډالرو معادل دي.

د لاټو مکس ۱۸ نورې جایزې، چې هره یوه، یو ملیون کاناډايي ډالره وه، نورو کسانو ګټلې دي.

دا د لاټو مکس تر ټولو لویه جایزه نه وه. د ۲۰۱۵ م کال په دسمبر او د ۲۰۱۶ په اګست کې د لاټو مکس د جایزو ارزښت تر دې څو لکه زیات و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *