تاند- د عراق د کوردستان یوه اوسېدونکي پر خپل نوزېږي زوی ټرمپ نوم کېښود.

د بریتانیا د انډیپیندنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه کورد (کرد) چې حسن جمیل نومېږي، وايي د دې لپاره یې پر خپل زوی د ټرمپ نوم کېښود چې ډونالډ ټرمپ ویلي چې په درسته نړۍ کې داعش او نور سختدریځي له منځه وړي.

د ورځپاڼې د راپور پر اساس، حسن جمیل له دې سره سره چې نه په انګلیسي ژبه خبرې کولی شي او نه پرې پوهېږي خو د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو له پیله د ښاغلي ټرمپ ټولې ویناوې کتلي- اورېدلي او وايي چې هیله لري ښاغلی ټرمپ به د داعشیانو د ځپلو په اړه پر خپلې ژمنې ودرېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *