ګرانه ولسمشره ! نه پوهیږم چی ستا د تفکر په فورمول کی زما بی هویته کول څه معنی ورکوی او ته دی ته څه پلان لری؟ آیا ستاسو نورو کړنو په شان دا هم وانګیرو ګواکی تاسی مفکر یاست او ستاسی د تفکر په دنیا کی دا هم یوه د خلاصون لار ده زما دپاره د خیر پیلامه ده ؟
نن سبا که د هر هیواد د وګړو هویت کارتونه وګوری نو خاماخا د هماغه هیواد په نوم یادیږی خو دلته نه پوهیږم چی د افغان کلمی سره ولی ځینی حساسیت لری او کله چی ددی کلمی د ذکر مسله رایاده شی نو په ځان یی خارښ لګیږی. زما په دی ورکوټی فکر کی داسی ګرځی چی دا کار نه ماته او نه هم ستا لپاره خوشالوونکی او ښه پیلامه لری دا به ما هم ورک کړی او تا هم دا د هغو مافیایی کړیو کار دی چی اوس په دی ډول خلک راوپاروی او ستا د اصلاحاتو مخه ونیسی.
ولسمشره ! تا پخپله ویلی وو چی ما پری نږدئ چی د غوړه مالانو او چاپلوسانو ښکار شم تاسی اوس د همدی خلکو ښکار شوی یاست، داسی حالات په دی هیواد کی روان دی چی ولس درنه د هغو د حل غوښتنه لری دغه ولس چی پرتا اعتماد وکړل او د ټولو ناخوالو سره سره بیا هم د رای صندقونو ته لاړل او تاته یی نارینه او زنانه رای ورکړی او د هرو ډلو او فریقو پیغورونه یی واوریدل، تقلبو یهودی …. او نور خو بیا هم له تا څخه حمایت وکړل خو اوس هماغه خلک په خپل مفکر ماغزه بی هویته کوی؟ ولی ؟
د فساد ورک کول او سوله باید ستا په لمړیتوبونه کی وی خو تر کومه چی ګورو دواړه درنه پاتی دی او ګواکی پکی پاتی راغلی یی او بلی خواته روان یی.
ولسمشره ! زه د ننګرهار ولایت یم راشه دلته چارواکی وګوره چی اوس هم هماغسی په فساد ککړ مافیایی کړی په خلکو ظلمونه او ستمونه کوی، هماغه بی سوادان د قوماندانی مقام او رتبو څخه په ګټه اخیستنی د خلکو شخصی ځمکی غصب کړی او لا غصبول روان دی. زه داسی یو څوګ پیژنم چی ځمکه یی د یو غاصب او جابر قوماندان (چی ځان مجاهد بولی او دا د ځان حق بولی) له لوری غصب شویدی او څو کاله کیږی چی د کابل او مختلفو مراجعو څخه امرونه راوړی خو څوک یی په قصه کی هم نه دی ځکه د کرزی په فساد ککړه اداره وه او ګیله هم تری نه وه، اوس ستاسو د ښه نظام په تمه یو ځل بیا عارض شویدی، خو تر کومه چی خبر یم ولسوال صیب یی هم عریضه په ګوته وهی او وایی چی داکار نه کیږی او د ولسوالی حقوقو مدیریت او نور امنیتی کسان هم ورته اعتنا نه کوی ولی ؟ پوهیږی چی ولی ؟
داسی خبر شوم چی نوموړی قوماندان د حقوقو مدیر کورته د شپی له خوا مسلح کسان ورلیږلی وو او مدیر ته یی اخطار ورکړی وو که د دی سړی کار مو وکړ خیر به مو نه وی دغه بیچاره او مظلوم شخص بیا ولسوالی ته مراجعه کړی وو چی ولسوال موجود نه وو او د ولسوال معاون ورته ویلی وو چی زه خپل ځان په خطر کی نشم اچولی هغه قوماندان دی او هر څه کولای شی. او قوماندان صیب د ټوپک په زور په ځمکه ولاړ دی او مزدوران یی کار کوی پوهیږی ولسمشره! هغه په هیڅ کوم دولتی ارګان کی دنده هم نلری خو د کور ترشا یی ۴ دولتی موټری ولاړ دی او کله چی خپل ګوندی دفتر ته ځی نو دری موټره یی بدرګه کوی. دا ټول څه دی ؟ له شخصی ځمکو او جایدادونو نیولی بیا تر دولتی او بیت المال امکاناتو پوری ددی غاصبانو په لاسونو کی دی. د خدای خاطروکړه د مظلومانو له حاله ځان خبر کړه ګنی د مظلومانو آه به درته ډیر ګران پریوځی.
ولسمشره ! نور تر کومه او څه وخت به دا ظلمونه روان وی ؟ په همدی ملحوظاتو خلک له تاڅخه ورځ تر بلی واټن اخلی، خو هغه د ارګ غوړه ماران چی ستا تر شاوخوا راټول دی تاته غلط وایی او غلطی مشوری درکوی ګنی یوځل د خپل محبوبیت د معلومولو په خاطر د اموزینی په ډول شل ورقی د ننګرهار په عامو خلکو کی توزیع کړی او وغواړی چی ستاسو په هکله ولیکی، مطمین یم چی ۱۵ کسان به درسره مخالف وی. هغه ستا تر شاوخوا معافیایی کړی دی چی تراوسه فعاله دی او ستا ددی کارونو نتیجه به دا شی چی ډیر ژرستا دغه مخلوط نظام له پښو وغورځیږی. هیله لرم چی له هری معاملی تیر شی او ددی مظلوم ولس او د هیواد ګټو ته لمړی توب ورکړی.
والسلام هلال احمد یوسفزی