تاند- د جوزجان ولایتي چارواکي وايي، ۱۱ تنه وسله وال طالبان، چې د سولې له پروسې سره یوځای شوي ول، بېرته له طالبانو سره ملګري شول.
د جوزجان د امنیه قومندانۍ سرچینې وايي، دا کسان، چې مشري یې کامران کوله، په دې خاطر بېرته طالبانو ته واوښتل چې له دوی سره شوې ژمنې حکومت عملي نه کړې.
سرچینو همداراز وویل، دا ۱۱ تنه طالبان پخوا شبرغان ښار ته نژدې د منګوټي په سیمه د دولت پر ضد جنګېدل خو وروسته له دولت سره یوځای شول.
د جوزجان د سولې د کمېټې مسوول محمد اکرم هم تایید کړې چې دا کسان د کال په سر کې د سولې له بهیر سره یوځای شوی ول خو د سولې په بدل کې هیڅ ډول امتیاز ورنه کړای شو ځکه بېرته لاړل.
د دې ډلې یوه غړي نعمت الله پژواک خبري اژانس ته ویلي، په دې خاطر بېرته طالبان شول چې حکومت د دوی لپاره هیڅ راز پروګرام نه درلود.
ویل کېږي، ډېر کسان د بې روزګارۍ له کبله د دولت د وسله والو مخالفانو په لیکو کې شاملېږي. د وسلو د لرلو په وسیله په اسانه له خلکو د عشرو زکات په نوم پیسې اخلي او د خلکو په کورونو کې وړیا ډوډۍ خوري.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد تایید کړې چې ۱۱ تنه وسله وال د جوزجان په منګوټي کلي کې د دوی له لیکو سره یوځای شوي دي.
له جوزجان څخه د یوه بل خبر له مخې، د دې ولایت په درزاب ولسوالي کې یو شمېر ښخو وروسته له دې د داعش پر ضد وسلې په لاس کې واخیستې، چې دې ډلې د سیمې شاوخوا ۳۰ تنه ملکي وګړي ووژل.
د جوزجان د والي ویندوی محمد رضا غفوري نن رسنیو ته وویل چې شاوخوا ۱۵ ښځو د داعش او طالبانو پر ضد ځانونه په وسلو سمبال کړي دي.