هغه وخت تللی چی ووایی: پدرم ارباب بود و پدر کلانم سلطان.

نوټ: د نیلسن منډیلا د ژوند له ښکته پورته په الهام اخیستنې.

نړۍ د بدلیدو په درشل کې ده او سیاست نوی رنګ اخیستی. د نړۍ هیوادونه د ځاني غښتلتیا په زور کې دي او د خپل مټ او ځواک د پیاوړتیا په لار کې د هیڅ روا او ناروا تکتیک نه مخ نه اړوي. واړه لاندې کول او ځان لکه غرونه لوړول د ۲۱ قرن د سیاست مود دی.

د دریمې نړۍ د ولسونو په ستوني پښې ایښودل او د هغوی له سرچینو ګټه پورته کول د پرمختللې نړۍ د بهرني سیاست لویه برخه جوړوي، په داسې وضعیت کې واړه نور هم میده کیږي  او لویان نور هم په ویرونکې بڼه لویږي.

کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان، روسیه، برتانیا، اروپایي اتحادیه او د امریکا متحده ایالات چې اوسنی نړیوال اقتصادي ځواک ګڼل کیږي له هرې لرې او نژدې لارې غواړي نه یواځې د دریمې  نړۍ په ستوني لکه سور ښامار داړې ښخې کړي بلکې یو د بل په وړاندې هم د سیالۍ ډګر تود او برابر ساتي.

د نړۍ د ځاني غښتلتیا ارادې د ډوډۍ او اوبو نه نیولې بیا د جګړې د مهلکو ابزارو او اتوم پورې، د خپل کوره نیولې بیا تر بحر او هوا پورې غزیږي.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ د بهانې پر بنسټ د نړۍ له یوه سره تر بل سره د امریکا راتګ افغانستان ته، زمونږ پر هیواد د برتانیا د لومړۍ(۱۸۳۹-۱۸۴۲) دوهمې (۱۸۷۸-۱۸۸۰) او دریمې (۶، می، ۱۹۱۹) جګړې پیل او پایلې، د ګاونډي هیواد روسیې یرغل (۱۹۷۹-۱۹۸۹) او یا د روسیې په بشپړه سپین سترګۍ  د اکراین نه د کریمیا خپلول ددې ادعا تثبیت کوي، چې د ژوندانه پدې کلونو کې د ژوند بنا په خپل فردي ځواک ولاړې دي او یواځې د سړي خپله ځغاسته ده، چې  دنړۍ له طوفانه او د ژوند له تاوانه یې په امان کوي.

نه یواځې د اوسنیو کلونو سیاست د راکړې ورکړې په اصل ولاړ دی بلکې د ژوند روانې چارې هم په همدې رنګ کې رنګینې دي. دوماګوژیک سیاست یواځې د اخیست په اصل تکیه کوي. دا اخیست  باید په زور، تذویر او یا هم اجبار سمبال وي. د خلکو او خاصکر د زورورو له اړخه ډیر کم داسې معامله په نظر راځي، چې د خدای رضا او ددین سودا ته دې پکې ارجحیت ورکړل شوی وي.

اوس نوابان تر هغه پورې نوکر ساتي، چې سل په سله یې د امر طابعیت خوندي وي. وتلي جرمي معافیا تر هغه کرایه شوي قاتلین ساتي، چې یواځې د ټوپک د شپیلۍ او وژونکی مرمۍ سره سراو کار ولري. مردود سیاسیون تر هغه ډله ساتي ترڅو، چې فکر کوي د هغوی په شتون کې یې ډراماتیکي لوبې ګړندۍ، اغیزمنې او تودې ساتل کیږي ځکه نو باید هر سړی درک کړي، چې سیاسي ډله او ډلبازي یواځې دا معنی لري، چې ټیټ قشر تل د لویانو لخوا د لوبو د توکو په حیث کارول کیږي.

د ایران پخوانی څلورم ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني په خپل کتاب (امیر کبیر) کې د روسانو په وړاندې د افغانستان د جګړې د دوام لپاره د امریکا، پاکستان، برتانیا، د ترکی الفیصل (سعودي) او داسې نورو نړیوالو مرستې داسې توجیه کوي، چې ګواکي هیڅ پیشو هم د خدای لپاره موږک نه نیسي او نه هم بې له ګټې ملنګان د خلکو په کورونو کې د خیر نارې سورې وهي. نو د رفسنجاني د فکر نه په اقتباس، ددریمې نړۍ یا د دریم طبقې (کلاس) انسانان باید پوی شي، چې دوی تل د زورورو لپاره د شطرنج د دانو حیثیت لري، د اختر د پسونو په شان قرباني کیږي او خواږه ددوی د بې رحمه لویانو په نصیب وي.

په دې پوهیدل په کار دي، چې هر سړی باید د خپل پیټي په خپله د پورته کولو او خپلو ستونزو ته په خپله د حل لار پیداکولو په نیت مټې را ونغاړي. له نورو طمع ساتل په لوی لاس ځان د بې وسۍ، ناکامۍ او تاوان کندې ته غورځول دي.  هغه ښه وایي، چې: په طمع د سپرو شي هغه پاتې په میرو شي.

ددې پر ځای، چې د پلرونو او نیکونو پر کارنامو د فردي غرور روحیه په ځان کې وروزو، اړینه به دا وي چې په خپل مټ د پورته کیدو چل زده کړو. په خپل ځان د باور پیدا کول د بریا په درشل لمړۍ پل ایښودل دي.

 د ژوندانه بریا په دری ستنو ولاړه مبارزه ده:

د ژوند سره مینه لرل.

د ستونزو د حل لپاره ژمنه مبارزه.

د زده کړې حقیقي سرمایه.

د ژوند ښکته پورته د ژوند برخه ده. د ستونزو حل په وروسته کیدو کې نشته. د ژوندانه د بریا په هدف باید د ستونزو سره مبارزه وشي نه د تسلیمۍ لاس پورته کول او د ستونزو لاندې ساه ورکول.

ابرهم لنکن وایي:  زده کړه وکړه، تیار اوسه، یوه ورځ به دې وخت راشي. ځکه ژوند د خوږو ترخو داسې پیالې ته ورته دی، چې نیمه له شاتو او نیمه له زهرو ډکه ده ځکه باید څښونکی یې په پوره هوښیارۍ پورته او غړپ کړي.

د وخت په سم ډول کارول د بریا په لار کې د اساسی توکي په حیث ګڼل کیږي. د ژوند د لویو او وړو هدفونو په اړه ژمن تصمیم نیول، د موخو د ترلاسه کولو عملي پلان جوړول او د ژوند هره شیبه د پریکړې سره سم مصرفول، د بریا نوي ( ۹۰ ) سلنه تضمین کوي.

خدای (ج)  فرمایي:  من یشاء فلیومن و من یشا‌ء فلیکفر.  داچې د حشر په ورځ به د انسان سره د هغوی د عقل او درک په اساس معامله کیږي، نو دا په دې معنی، چې خدای هر انسان ته پوره واک او ازادي ورکړې تر څو د خپلو نیکمرغیو په اړه په خپله پریکړه او عمل وکړي.

د قران کریم د ایات ژباړه یو شاعر په داسې الفاظو کوي:

چې بدل نکړي څوک خپل حالت په خپله

خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم.

زما د ادعا د تثبیت لپاره د نړۍ د پیاوړي سرمایه دار او د مایکروسافت نړیوال سوداګر بل ګیتس مقوله چې وایي: که سړی غریب پیدا شي د نوموړي ګناه نه ده خو که غریب مړ شي، نوموړی پړ دی.

دنیا د خوښیو ډکه ده، لال او جواهر پکې مالامال دي او هر څه، چې انسان وغواړي د ځمکې په سر او لاندې پراته دي خو هغه څوک یې خپلوي، چې ډیره منډه وهي، ډیرې خولې تویوي او ډیر منطقي او عقلاني مخ پر وړاندې ځي.

د وروستیو کرښو په حیث غواړم دا وړاندیز وکړم، چې د اوسنۍ دنیا رسم، د سیاست مود او د ورځې نرخ یواځې په فردي کمال متمرکز دی. د پلرونو خاني او د نیکونو سپه سالاری د سړی ژوند، رنګ، ځواک او ټولنیز حیثیت نه شی بدلولی چی ښه بیلګه به یی د سهیلی افریقا تور پوستی ولسمشر نیلس منډیلا وي، چې تر ۹ کلنۍ پورې یې بالښت نه پیژاند خو د خپل ژمنتوب او اوږدې مبارزې په پایله کې یې ناشونی ټولنیز اند بدل او د خپلو هڅو له برمه ورته په ۸۶ کلنۍ لوی منزلت په نصیب شو.

ورستی دا چې:

کومه ناوې چې په خپله ښایسته نه وي

څوک به یې څه کاندي ښایست د مور او نیا.

پای.

خادم

۲۴ مارچ، ۲۰۱۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *