نن چهار شنبه دپکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې دملي اردوځواکونولخوا دتلاشۍ پرمهال یوتن چې دپاکستان تابعیت لري له یوعراده صرف ډوله موټراو چاودیدونکوتوکوسره یوځای ونیول شو.
نیول شوی تن نیازولي دغنم ګل زوي دپاکستان دشاول سیمې اوسیدونکی،هغه مهال دملي اردو دلومړي کنډک ځواکونولخوا ونیول شو،چې په سرحدي ولسوالۍ برمل کې یې دسړک پرسرتالاشي کوله.
نوموړی نیول شوی کس له یوعراده بې پلیټه صرف ډوله موټراو (۵) کیلوچاودیدونکوتوسره یوځای نیول شوی او اوس مهال ترتحقیق لاندې ده .
پکتیکا چې یوسرحدي ولایت ده او له شمالي اوجنوبي وزیرستان سره څه دپاسه ۳۶۵ کیلومتره ګډه سرحدي پوله لري،وسلوال مخالفین تل هڅه کوي چې له بهرنيو اتباعو سره یوځای دې ولایت ته دوران کارو کړنو په موخه را واوړي ؛خو ډیری وخت دګډوافغان امنیتي ځواکونو له لوري یې مخه نیول کیږي اویاهم دایتلافي قواووپه هوایي برید کې له منځه وړل کیږي .
د پکتیکاولایت مطبوعاتي دفتر