نورآغا نوراني –

جلالکوټ ادبي خوځښت د غونډو ترلږ ځنډ وروسته یې د(یوکال؛دولس کتابه) ترسرلیک لاندې د ځوانې فرهنګي هستۍ میراحمد یاد له نمانځغونډې سره خپل فعالیت بیرته پیل کړ.

دغه غونډه د سلواغې په اوولسم ماسپښین د جلال اباد په سپین غر هوټل کې د بېلا،بېلو ختیزو او نورو پښتون مېشتو ولایتونو د فرهنګیانو په ګډون د انورالحق یرغل او د خوځښت د خوست مېشته غړي خوږ ژبي شاعرساجد بهار په ویاندۍ پیل شوه.

1لومړی قاري رضوان الله د قرآنکریم څو مبارک آیتونه تلاوت کړل،بیا ګډونوال د هېواد د ملي سرود درناوي ته ودریدل.

1ورپسې د هېواد پياوړی فرهنګي شخصیت استاد محمد آصف صمیم،د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال،د کابل پوهنتون استاد پوهندوی لال پاچا ازمون،د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رېس استاد اورنګ صمیم،د علومو اکاډمۍ غړی استاد عبدالقیوم مشواڼی،د پکتیا پوهنتون استاد خالد حبیب،د ننګرهار پوهنتون استادان:هجرت الله اختیار،شېرحسن کمالزی او د میراحمد یاد پلار حاجي اخترګل د مشرانو ځای ته وبلل شول.

د هرکلي او پرانیستې وینا د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر ارشاد رغاند وکړه،چې مېلمنو ته یې د هرکلي ویلو ترڅنګ ښاغلی یاد په کم وخت او عمر کې د زیات او باکیفیته کتابونو د ژباړې له امله د نمانځنې وړ یاد کړ.

رغاند زیاته کړه:خوځښت څه باندې څلورکاله مخکې د فعالیت له پيل سره یې په ننګرهارکې ادبي سکوت مات او د دې سیمې په ادبي تاریخ کې په بېساري ډول نیږدې ۱۶۰ اونیزې او ۲۰ لویې ځانګړې غونډې وکړې.

هغه د خوځښت فعالیتونه او اهداف له پيله مبتکرانه،متفاوت او په ځوان فکر تکیه وګڼل،پریاد یې نمانځغونډه عملي بېلګه وګڼله او له نورو ټولنو سره یې پرښو اړیکو ټينګار وکړ.

بیا ځوان شاعر،لیکوال او ژورنالیست نورولي سعید د میراحمد یاد لنډ ژوند لیک ولوست.

1د ننګرهار د عالي دارالمعلمین استاد ضیاالرحمان حسرت د یاد پرشعري ټولګې(کیفیات) خپله لیکنه واوروله،چې د یاد شاعري پکې د نوو مفاهیمو،شعري صنایعو او ګڼو ښیګڼو لرونکې وګڼل شوه.

د پکتیا پوهنتون استاد عارف الله حقپرست د یاد پراثارو عمومي خبرې وکړې او د لوړې حوصلې،کار،عمل او خدمت مېړنی یې وباله.

ایملیار ساجد له هندوستان څخه د ځوان شاعر رضوان الله اوبرنګ را استولې لیکنه ولوسته،چې د یاد د شاعرۍ او فرهنګي خدمت ستاینه پکې شوې وه.

د ننګرهارپوهنتون استاد هجرت الله اختیارد یاد د شاعرۍ،ژباړل شوو کتابونو او فرهنګي موقف له ستایلو سره هغه د نمانځنې حقداریاد کړ او هیله یې وښوده،چې د خپل کار له دوامداره ساتلو سره ژبې او وطن ته لا خدمت وکړي.

شاعر او لیکوال انجینرعزت الله ځواب د یاد شاعري د نوښتونو،فلسفي افکارو او نوو خیالاتو او ښېګڼو لرونکې وګڼله او د ده نظمونه یې هم د ستاینې وړ یاد کړل.

له کابل نه راغلي شاعر او ژورنالیست اجمل تورمان د پل فکري کړۍ په استازیتوب وینا وکړه او د یاد فرهنګي فعالیت،فکر او په کم وخت کې د زیاتو کتابونو چاپ یې ارزښتناک اوکم ساری خدمت وباله.

د ختیځ ادبي بهیر په استازیتوب د کرکټ بورډ د سپین غر زون نوي مشرانجینراحمد بختیار ساحل خبرې وکړې.

ښاغلي ساحل د خوځښت د فعالیت پربیا دوام له خوښۍ ښودلو سره د خوځښت او ښاغلي یاد فعالیتونه وستایل.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رېس استاد اورنګ صمیم ښاغلی یاد ځوانه فرهنګي شتمني وګڼله او له جلالکوټ ادبي خوځښت څخه یې مننه وکړه،چې له متفاوتو اومبتکرانه فعالیت سره وړ استعدادونه هڅوي او نمانځي.

د هېواد پياوړي فرهنګي شخصیت استاد محمد آصف صمیم هم د یاد فرهنګي فعالیتونه وستایل او د ژباړو او اثارو د لا ښه والي لپاره یې د زیات دقت توصیه وکړه.

د پکتیا پوهنتون استاد خالد حبیب د یاد کار،فکر او لاسته راوړنې کم سارې وګڼلې او هیله یې وښوده،چې دی به د لا زیاتو لاسته راوړنو څښتن شي.

خوږ ژبي شاعر شفیق الله شاداب د یاد پرشاعرۍ لنډې خبرې وکړې او ویې ویل،چې ده ته د یاد د ژباړو په پرتله شاعري زیات خوند ورکوي او که یې شاعرۍ ته ترژباړو زیاته پاملرنه کړې وای،ډېره به ښه وه.

د کابل پوهنتون استاد او د ختیزې سیمې د ازادو لیکوالو اوژورنالیستانو د خپلواکې ټولنې مشر پوهندوی لال پاچا ازمون د یاد پرشاعرۍ،ژباړل شوو کتابونو او نور فرهنګي فعالیت وغږیده.

استاد ازمون د یاد کتابونه د کمیت او کیفیت دواړو له پلوه کم ساري او د حساب وړ وګڼل او ځوانانو ته یې د ښه او موثر کار الهام ورکونکی کس یاد کړ.

ښاغلي ازمون د یاد پلار حاجي اخترګل ته د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې لخوا له دې امله پګړۍ ورپه سرکړه،چې کم ساری،با استعداده او د ویاړ وړ زوی یې روزلی.

غونډې ته لیکوال او ژورنالیست محمد آصف شینواري او لیکوالې پاکیزې ارزو لیکنې را رسیدلې وې،چې د وخت د کمښت له امله یې لنډیز واورول شو.

دغه راز له غزني څخه د کلیوال ادبي ملګرو ټولنې،له کابل څخه د مېرمن کولتوري ټولنیز بهیر او پلچرخي ادبي بهیرپیغامونه رسیدلي وو،چې یادونه یې وشوه.

وروسته ښاغلي یاد ته د ستاینلیکونو او سوغاتونو د وېش لړۍ پيل شوه،چې نورآغا نوراني سمبالوله.

لومړنی ستاینلیک د جلالکوټ ادبي خوځښت لخوا و،چې د خوځښت د فعال غړي محمد ظاهر عادل په لاس ورکړل شو.

د افغانستان د ځوانانو د اړیکو مرکز لخوا د غوره ځوان مډال د استاد ازمون لخوا ورپه غاړه شو.

د غزني د فرهنګي ثقافت د پلازمېنې استول شوی نښان د ننګرهار د مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال په لاس ورډالۍ شو.

د پل فکري کړۍ ستاینلیک د ارکوزیا راډیو د مشر رضوان الله لرمل،د حمزه فرهنګي بنسټ ستاینلیک نورولي سعید،د مثبت بدلون ټولنې ستاینلیک استاد هجرت الله اختیار،د صفا راډیو ستاینلیک ذبیح الله رحیمزي،د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ستاینلیک بشیراحمد سایل،د لغمان ادبي بهیر ستاینلیک نظرمحمد افغان،د سپین غر راډیو ستاینلیک عطا خان شینواري، د علمي خپرندویې ټولنې ستاینلیک قاري محمد نسیم،د افغانستان میدیوتیک دفتر ستاینلیک ضیاالدین زلمي اود اوښتون کولتوري ټولنې ستاینلیک استاد عارف الله حقپرست په لاس ورکړل شو.

ځوان ژورنالیست میرویس رحماني او د خوځښت غړي فرید الله اکاخېل هم خپل برابر کړي سوغاتونه ښاغلي یاد ته ورکړل.

د ښاغلي یاد ترڅنګ په دې غونډه کې د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر ارشاد رغاند او ځوانو لیکوالو اوژورنالیستانو صادق ترابزي او نورولي سعید ته هم د غزني د فرهنګي ثقافت استول شوي نښانونه د فرهنګي هڅو په درناوي یې ورکړل شول.

د نمانځغونډې په وروستیو شېبو کې میراحمد یاد وینا ته وبلل شو.

ښاغلي یاد د جلالکوټ ادبي خوځښت او د غونډې له ګډونوالو څخه له مننې کولو سره ژمنه وکړه،چې له دې وروسته به لا ډېراو موثر فرهنګي خدمت کوي.

د نمانځنې برخه د سپین ږیري شاعرډ‌اکټرپرګنیزپه دعایه وینا پای ته ورسیده .

د مازیګرنۍ له خوړلو او لمونځونو له ادا کیدو وروسته د میرویس انتظار او پرهرګیله من په ویاندۍ ازاده مشاعره پیل شوه،چې لسګونه شاعرانوپکې خپل شعرونه واورول.

د غونډې په څنډه کې مومند خپرندویې ټولنې د ښاغلي یاد د اثارو نندارتون هم پرانیستی و،چې ګڼو ګډونوالو ترې د خپلې خوښې اثاروپېرودل.

د یادونې وړ ده،چې د ښاغلي یاد شعري ټولګه کیفیات او ژباړل شوي کتابونه یې،تاریخ اوسیاست،تاریخ او ټولنه،ښځه او تاریخ،د شخصیت تاریخ،د اروپا عروج،د رنګ ارواپوهنه،د ډالرو مرګ،دروغجن،کاري مرکه ، سیاسي ارواپوهنه او انټرنیټي بازارموندنه نومیږي.

ښاغلی یاد د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی دی،چې ښوونځی یې په پېښورکې د کډوالۍ ترڅنګ په کابل او جلال اباد کې لوستی.

هغه د بي بي سي په تعليمي برخه کې د پروډیوسرۍ په خوا کې له یو شمېر نورو غږیزو،چاپي او بریښنایي رسنیو سره رسمي او نارسمي همکاري لرلې،د ځینو ادبي ټولنو فعال غړی او ګډونوال پاتې شوی.

یاد په یوه خصوصي پوهنتون کې د اقتصاد د برخې محصل او له ننګرهار څخه د خپریدونکې اونیزې کرښې مسول مدیر دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *