تاند- استرالیايي رسنۍ وايي، د افغانستان د بدخشان ولایت یوه ولسوال پر یوې استرالیايي ښځې جنسي تجاوز کړی دی.
(دي استرالین) ورځپاڼې نن پنجشنبه راپور ورکړ چې د ادعا پر اساس پر استرالیايي ښځې هغه مهال جنسي تېری وشو چې له خپل مېړه سره د بدخشان ولایت واخان ولسوالي ته لاړه او ولسوال له مېړه جلا کړه.
استرالیايي ښځې، چې نوم یې په راپور کې نه دی یاد شوی، ادعا کړې چې واخان ته له رسېدو سره سم ولسوال عبدالمعروف خیرخواه ورته وویل چې د روژې په میاشت کې ښځه او خاوند باید له یو بله بېل ویده شي.

په راپور کې ویل شوي چې د بدخشان د والي ویندوی سیمه ییزو رسنیو ته تایید کړې چې درې اوونۍ پخوا یې د پېښې د قرباني شکایت ترلاسه کړی دی.
د بدخشان والي د پېښې په اړه د تحقیقاتو لپاره یو پلاوی ګومارلی او ژمنه یې کړې چې د پلاوي د تحقیقاتو پایله به له رسنیو سره شریکه کړي.
ده دا هم ویلي چې د ولسوال دنده تر هغو ځنډول شوې چې پلاوی خپل تخقیقات بشپړوي.
د افغانستان د کورنیبو چارو وزارت ویندوی هم ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې کېږي.
نصرت رحیمي وویل«پر دې قضې په بدخشان ولایت کې جدي تحقیق روان دی او موږ یې هم تعقیبوو.»
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي چې باید د دې مسلې په اړه شفافې څېړنې وشي.