تاند- د افغان روزنیز انستیتیوت ريیسې سکینې یعقوبي ته د امریکا د جارج ټاون پوهنتون د برکلې مرکز له لوري د روان ۲۰۱۳ کال د «اوپس» یو ملیون ډالري جایزه ورکړای شوه.

د اوپس جایزه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د خپلې ټولنې لپاره یې کوم مثبت کار کړی وي. لکه دا چې له بېوزلۍ، بېسوادۍ ، لوږې او ناروغۍ سره د مبارزې لپاره یې هلې ځلې کړي وي.

د جارج ټاون پوهنتون د برکلې مرکز وايي چې سکینې یعقوبي ته یې دا جایزه د روغتیا او ښوونې او روزنې په برخو کې د فعالیت له کبله ورکړې ده.

سکینه یعقوبي د اتیایمې لسیزې په پیل کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغله وروسته امریکا ته لاړه او د کلیفورنیا په سټاکټن پوهنتون کې یې زده کړې وکړې، وروسته یې له لوما لینډا پوهنتون څخه د حفظ الصحې په برخه کې ماستري واخیسته.

دې یو کال په دیټرویټ پوهنتون کې کار کړی او بیا یې د سره صلیب په نړیواله کمېټه کې دنده پیل کړه. دا د بشري فعالیتونو په لړ کې پاکستان ته تللې او هلته یې د افغان کډوالو په کمپونو کې خدمت کړی دی.

اغلې یعقوبي د دیني عالمانو په مرسته ماشومانو ته ښوونځي جوړ کړي او درې سوه زده کوونکو ته یې د زده کړې امکان برابر کړی دی.

دې وروسته د ۲۷ زره زده کوونکو لپاره ۱۵ ښوونځي جوړ کړي، او د هغو د تدریس او نورو چارو څارنه یې کړې ده. اغلې یعقوبي به په دې دوروان کې ښوونکو ته د تدریس شیوه ورښودله او په عین حال کې به يې خلک په روغتیايي چارو پوهول.

خو کله چې په ۱۹۹۵ میلادي کال د دې د ښوونځیو تمویلوونکې کمېټه، د مهاجرو نړیواله کمېټه، د بودجې له کمښت سره مخامخ شوه، ښوونځي بند شول او مېرمن یعقوبي په خپلو شخصي پیسو یعني شل زره ډالرو افغان روزنیز انستیتیوت جوړ کړ.

د دې انستیتوت اوس پراخ شوی او د افغانستان د روغتیا، پوهنې او ښځو د چارو د وزارتونو په اجازه په کابل او هرات کې فعالیت کوي.

افغان روزنیز انستیتیوت د لومړنیو او لوړو زده کړو ۵۲ مرکزونه لري او د دې ترڅنګ د کلتور او هنر په برخو کې کار کوي.

د افغانستان حکومت ورسره هیڅ راز مالي مرسته نه کوي خو له دې سره سره د دې انستیتوت او روزنیز مرکزونه وړیا دي.

سکینه یعقوبي وايي چې د برکلې د اوپس په جایزه به د افغان روزنیز انستیتیوت فعالیتونه نور هم پراخ کړي.

دا هیله لري چې افغانستان، ازاد، سرلوړی او خلک یې تعلیم یافته وي.

One thought on “یوې افغان مېرمني ته د بشري خدمت په خاطر یو ملیون ډالري جایزه”
  1. زما یو دوست دا اغلې پیژني.
    هغه د ملګرو ملتونو په یوه دفتر کې کار کاوه.
    د دفتر مشر سکینې ته یوه پروژه ورکړې وه. کله چې پروژه ارزیابي شوه، نو هیڅ کار یې نه و کړی. مالي مدیر یې په امریکا کې اوسیده، کیدای شي هیڅ نه و.
    سکینې ځان ته پکې ۲۰ زره ډالر معاش نیولی و. چې په څو نورو پروژو کې به یې هم ممکن دغسې معاشونه ځان ته نیولي و.
    پروژه یې وتړل شوه او نور فنډ ور نکړل شو.
    هغوی چې له امریکا څخه د افغانستان د مرستې په نامه راځي، زیاتره یې ځانونو ته د لویو غلاوو زمینې جوړوي.
    خدمت هسې شعار دی، دوی د غربي ارزښتونو له مخې پیسه د هر شي درمل ګڼي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *