سکینه یعقوبي

تاند- د نجونو د تعلیم یوې افغان کمپاینرې د ښوونې او روزنې په برخه کې د بریاوو په خاطر د وایس پرایز (Wise Prize) په نوم نړیواله جایزه وګټله.

سکینې یعقوبي ته دا جایزه د خلیج د سیمې په قطر هیواد کې ورکړای شوه.

د دې موسسې (د زده کړې افغان موسسه) د طالبانو د واکمتنۍ په مهال د نجونو لپاره پټ ښوونځي لرل.

ډاکتره سکینه یعقوب وايي چې دا جایزه یې په داسي وخت کې ترلاسه کړه چې افغانان له کړاوونو سره مخامخ دي او نهیلي شوي دي.

سکینه یعقوبي له مېرمن اوباما او مېرمن موزا سره
سکینه یعقوبي له مېرمن اوباما او مېرمن موزا سره

دې ته د ورکړای شوې جایزې ارزښت ۵ لکه امریکايي ډالره دی.

۶۵ کلنې ډاکتره یعقوبي، چې دوې لسیزې یط د تعلیم د پراختیا لپاره هڅې کړي، د جایزې په اړه وايي:«دا ځانګړی اهمیت لري ځکه چې اوس وخت د افغانستان لپاره خورا حساس او مهم دی. زموږ خلک په ترهه او فقر کې اوسي.»

د وایس جایزه د قطر د فونډېشن یا بنسټ د رييس شیخا موزا بنت نصیر له لوري تاسیس شوې او هر کال د وایس د نړیوال کنفرانس په لړ کې هغه چا ته ورکول کېږي چې د نجونو د تعلیم لپاره یې زیاتې هلې ځلې کړي وي.

د جایزې د ورکولو په مرامسو کې د امریکا لومړۍ مېرمن میشل اوباما هم حاضره وه.

مېرمن اوباما د نجونو د زده کړو لپاره د لا زیاتو هلوځلو غوښتنه وکړه.

One thought on “یوې افغان مېرمنې د تعلیم لپاره د هلوځلو په خاطر د ۵ لکو ډالرو جایزه وګټله”
  1. نن ډیر خوښ شوم چه دا خبر می ولوست, افغانان دی خدای په هر ډګر کی کامیابه لری.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *