د ایلی مجلې کالم لیکونکې ایجین کېرل پر ډونالډ ټرمپ د هغې د جنسي ځورونې تور لګولی خو ټرمپ دا تور راد کړی او ویلي یې دي چې جین کېرل د ده لایقه ښځه نه ده.

 جېن کېرل ویل،ي ټرمپ څو کاله مسلسل په جنسي لحاظ ځورولې ده او یوه ورځ یې یوې خونې ته داسې ورټېله کړه چې په دیوال یې سر ولګېد او ټپي هم شوه.

بلخوا ټرمپ دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي، نه جېن کېرل د دې لایقه ده چې په جنسي لحاظ وځورول شي او نه هم داسې کومه پېښه شوې ده.

 ټرمپ زیاته کړې ده، چې کېرل د دروغو سناریو جوړوي او پر ده یې تور لګولی دی: (( زه دا ښځه هیڅ نه پېژنم، حیران شوم چې خلک داسې تورونه هم لګولی شي، تاسې باور وکړئ که ما دا کار کولی هیڅکله به مې دا مېرمن نه وای انتخاب کړې.))

بلخوا کېرل ویلي، تور نه لګوي بلکې دا رښتیا دي چې په ۱۹۹۵ کال ټرمپ له یوې هټۍ څخه نامناسبه کالي اخیستل غوښتل او بیا یې دې څخه وغوښتل چې دا کالي واغونده او ماته ځان په کې راښکاره کړه.

کېرل ویلي، هغه وخت ټرمپ له امریکايي اداکارې مارلا میپلز سره واده کړی و، او کله چې دې کالي چیک کول، نو ټرمپ د خونې دروازه بنده کړه او پر دې یې تشدد وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې کله ټرمپ په ۲۰۱۶ کال ټاکنیز کمپاینونو ته راووت، نو ګڼو ښځو پرې د جنسي ځورونې او زور زیاتي تورونه ولګول، خو ټرمپ دا تورونه رد کړل او زیاته یې کړه چې ټولې مېرمنې د ده په اړه دروغ وايي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *