زاهدالله ځلاند –
د هند د ګوجرات ایالت په زکریا مبارک سیمه کې، یوې مور خپله لور د تمساح څخه وژغورله.
دغه هندۍ ۵۸ کلنه ښځه ډیوالينېن وانکر نومېږي، چې خپله ۱۹ کلنه لور کانټا یې د تمساح څخه ژغورلې ده. دوی دواړه هلته د جامو وینځلو لپاره وېشوامېټري سیند ته تللي وو، چې په دغه مهال کې یوه تمساح د سیند څخه راوتلې او دغه ۱۹ کلنه کانټا یې د ښۍ پښې څخه نیولې او سیند ته یې کش کړې ده.
په دغه مهال کانټا چغې پیل کړې او مور یې د مرستې لپاره ورغله. مور یې د جامو وینځلو په لرګي (څوباړي) باندې د تمساح په وهلو پیل کړی دی، چې په لسو دقیقو کې یې خپله لور د تمساح څخه ژغورلې او دغه ۱۳ فوټه اوږده تمساح بېرته سیند ته ستنه شوې ده.
کانټا د پېښې وروسته ځایي روغتون ته د علاج لپاره وړل شوې ده او ډاکټران وایي، چې د نوموړې ټپونه دومره ډېر خطرناک نه دي او زر به روغه شي.
د ځنګلونود ساتنې یوه ځایي مشر اشوک پنډا ویلي دي، چې په دغه سیند کې تر ۲۰۰ زیاتې نورې تمساح ګانې هم شته، چې ځايي خلک باید له دغه ځایه لرې واوسي، تر څو نورو وګړو ته خطر پېښ نه شي.
تېر کال هم تمساح ګانو، په دغه سیند کې شپږ کسان وژلي وو.