تاند- د عراق په دیالي ولایت کې یوې ۲۵ کلنې مور په یو وار۷ ماشومان په طبعي ډول وزېږول.
د راپورونو له مخې، د ماشومانو مور تر دې وړاندې اولاد نه درلود او ډاکتران وايي چې د ټولو ۷ ماشومانو روغتیايي حالت ښه دی.
د دیالي ولایت د روغتیا اداره وايي چې د مور او ماشومانو، چې ۶ یې نجونې او یو زوی دی، وضعیت خورا ښه دی.
د ماشومانو پلار یوسف فضل وايي، ده او مېرمن یې نه غوښتل چې زیات ماشومان ولري.
تر دې وړاندې د لبنان د سینټ جورج پوهنتون په روغتون کې د یوې مور په یو وار ۶ ماشومان زېږېدلي وو چې ۳ لوڼې او ۳ زامن وو.