تاند- په جوزجان ولایت کې یوې پېغلوټې په دې خاطر ځان وواژه چې د خپلوانو د واده لپاره یې نوي کالي نه لرل.

د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې نجلۍ د شبرغان ښار د یوې لېسې زده کوونکې وه او ټاکل شوې وه چې د خپلوانو واده ته لاړه شي.

د جوزجان امنیه قومندان فقیرمحمد جوزجاني وویل چې نجلۍ په یوولسم ټولګي کې وه.

د ده په وینا نجلۍ له خپلې مور څخه غوښتي و چې د واده لپاره نوي کالي ورته واخلي خو له دې خبرې څو دقیقې وروسته یې ځان وواژه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې تراوسه پوري یې د ۹۰۰۰ تنو د ځانوژونې د هڅو قضیې ثبت کړي دي.

بد رواجونه، چې سیالیو ته لمن وهي، د ډېرو افغانانو ژوند تریخ کړی دی.

2 thoughts on “یوې نجلۍ د دې لپاره ځ��ن وواژه چې د واده لپاره یې کالي نه لرل”
  1. بس کاشکی چې دټولو ژڼو زور درباندې بر وای
    غربته چا خلاص کړی درنه ځان دی او چانه دی

    ای پیغلوټې ستا ددې خبر په اوریدو مې له سترکو اوښکې مسافرې شوې کچیرې زه خبر وای مابه درته دومره جوړې کړې وې چې د ټول جوزجان ولایت خلک به مې حیران کړي وای
    خدای دې په تا رحم وکړي
    او خدای دې نوره سوله راولي زمونږ ګران هیواد هر شیبه د یوې داسې غمیزې شاهد وي چې د ټول ملت زړونه ورباندې دردیږي

  2. پیغلی ته د الله پاک جنت په نصیب کړی، له دې نیمګړی نړۍ خو یی یو ناچیزه ارمان هم نه شو پوره، کوم چی یوه جوړه جامی وی. خدای پاک حاظر دی چی ډیر یی خپه کړم.موږ یی مور هم نه شو ملامتولای کیدلای شی په وص او توان کی به یی نه وو.
    یا الله د افغانستان د غریب ، دردلی او بیچرا ولس ټول ارمانونه پوره کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *