تاند- د خیبرپښتونخوا ایالت د بنو په روغتون کې یوې وزیرستانۍ ښځې شپږ ماشومان وزېږول.

په داسي حال کې چې په وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو د عملیاتو له کبله په زرګونو خلک بنو او د خیبرپښتونخوا نورو سیمو ته په کډه روان دي، د شمالي وزیرستان د دته خېلو د سیمې اوسېدونکې ښځې په یو وخت څلور نجونې او ۲ هلکان وزېږول.

ډاکترانو نن /شنبه/جنوري۲۵/ وویل چې د ټولو ماشومانو روغتیايي وضعیت ښه دی.

د ماشومانو پلار وايي، ډېر خوشاله دی چې خدای پاک په یو وار د شپږو اولادونو پلار کړ.

2 thoughts on “یوې وزیرستانۍ ښځې ۶ ماشومان وزېږول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *