تاند- یوه ښځه، چې نژدې ۴۰ کاله یې هڅه کوله د ماشوم خاونده شي؛ بالاخره په ۵۹ کلنۍ کې اومیندواره شوه او اوس یې د نیویارک په یوه روغتون کې ماشوم وزېږېد.

ډیلي مېل ورځپاڼې نن /پنجشنبه/ راپور ورکړ چې د اکوسوا بودو امواکو(Akosua Budu Amoako)ماشوم روغ جوړ دی او مناسب وزن لري.

بودو وايي چې له واده وروسته یې ۳۸ کاله غوښتل چې د اولاد خاونده شي، خو یو وخت په طبي معاینو کې ورته څرګنده شوه چې دې خپل(fallopian tube) ټیوب بند کړی دی چې د ښځې د اومیندوارۍ لپاره ضروي دی.

دا وايي، د دې خبرې له څرګندېدو وروسته یې د ماشوم د زېږولو هیله وخته ځکه چې دا ټیوب د طبیعي ماشوم راوړلو لپاره ضروري دی.

بودو وايي، تېر کال یې یو خبر ولوست چې په ګانا افریقايي هیواد کې یوې ۶۰ کلنې ښځې له درملنې وروسته درې ماشومان په یو وار وزېږول. دغه خبر دا هم وهڅوله چې تداوي وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *