تاند- (شنبه، د سنبلې ۱۴) د هند په اندرا پردېش ایالت کې یوې ۷۳ کلنې ښځې، چې په مصنوعي القاح اومیندواره شوې وه، دوې نجونې وزېږولې.
د دې ښځې، چې مانګایاما یارامتي نومېږي او په سزارین یا جراحي عملیاتو یې ماشومان دنیا ته راوړي، روغتیايي حالت ښه دی خو له بده مرغه د هغې ۸۲ کلن خاوند وروسته له دې مغزي سکته وکړه چې ماشومان یې دنیا ته راغلل.
کېدای شي د دې خبر د خپرېدو تر شېبې ۷۳ کلنه مور له روغتونه رخصت شوې وي خو پلار به یې ښايي څو اوونۍ نور هم د روغتون مېلمه وي.
مانګایاما ویلي چې دې او خاوند یې تل د اولاد ارمان درلود خو تر دې دمه یې دا ارمان نه و پوره شوی.
دا وايي چې په خپل کلي کې به یو ډول پېغور ورکول کېدو چې اولاد نه لري.
هندي ډاکتران وايي، دا ښځه په نړۍ کې تر ټولو زړه ښځه ده چې ماشوم یې پیدا شوی دی.