تاند- استرالیا وايي چې د افغانستان په جنوب کې یې یو عسکر له وسله والو طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی.
د استرالیا دفاع وزارت نن وویل چئ دا پېښه پرون/شنبه/ وشوه او د یوه عسکر د وژل کېدو تر څنګ د دوی دوه نور سرتېري ټپیان شوي دي.
وژل شوی عسکر تر دې مخکې څلور ځلي افغانستان ته د پوځي خدمت لپاره استول شوی و او دا یې پنځم ځل و.
د استرالیا دفاع وزارت د پرونۍ پېښې د دقیق ځای یادونه نه ده کړې خو اکثره استرالیايي پوځیان په روزګان ولایت کې ځای پرځای دي.
په تېرو نژدې دوولس کلونو کې په افغانستان کې د استرالیا ټولټال ۴۰ پوځیان وژل شوي دي.
استرالیا له ناټو دباندې په افغانستان کې د دې تړون تر ټولو لوی متحد هیواد ګڼل کېږي.