تاند، شنبه، د میزان ۲۰مه: د ټاکنو د کمېسیون قراردادي جرمنی شرکت ډرمالوګ وايي، د سیمې یو شمېر هېوادونه هڅه کوي چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د رایو پر ډیټابیس د بریدونو له لارې ولکه ترلاسه کړی.
ازادۍ راډیو د درمالوګ د یو متخصص ښاغلي ادینه له قوله ویلي، دا خبره ناسمه ده چې د دوی سیسټم ستونزه لري او د رایو انتقال یې ځنډولی دی، بلکې په وینا یې ګاونډیان او سیمه ییزې شبکې هڅه کوي دا سیسټم هیک کړي.
دغه جرمنی متخصص زیاتوي، که څه هم د افغانستان انټرنیټ ډېر ضعیف دی خو اوس دا مشکل حل شوی او د رایو بانک ته به د پایلو انتقال اسانه شي: (( زه یې نوم نه اخلم چې کوم هېواد بریدونه کوي؟ خو اسیايي هیوادونه دي چې سایبري بریدونه یې زیات وو، اما دوی نه شي کولی د ډیټابیس سیسسټم ته داخل شي، ځکه دا سیسټم مو ډیر قوي کړی او موږ یې تر څار لاندې ساتو.))
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د ټاکنو کمېسیون یو غړي حنیف دانشیار تاند ته تایید کړه چې د ټاکنو کمېسیون ډیټابیس ته د رایو انتقال کې ځنډ د انټرنیټ د ضعف له کبله نه دی، بلکې په وینا یې ځینو لوریو د ډیټابیس او کمپیوټري سیسټم د هیک کولو هڅه کړې ده، هغه ټکی چې وروسته د ټاکنو کمېسیون په رسمي ډول رد کړ.
ټاکل شوې چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د میزان د میاشتې په ۲۷مه اعلان شي، خو د کمېسیون د غړو نظرونه په دې اړه یو نه دي، ځینې د پروسې سوکه پرمختګ ته په پام وايي، دا نیټه به اوږده شي، خو ځینې وايي، کمېسیون ژمن دی چې پر وخت د ټاکنو پایلې اعلان کړي.