په بریتانیا کې قاضیانو خپل هیواد ته د نه استولو په اړه د یوه افغان د استیناف غوښتنه یا اپیا رد کړ.

شپږ ویشت کلن عبدال مهري په دې محکوم شوی چې یوې شپاړس کلنې نجلۍ ته یې لاس اچولی.

په لوېدیځو هیوادونو کې تر اتلس کالو کشرې نجلۍ سره په رضایت هم جنسي اړیکې جرم ګڼل کېږي.

قاضیانو نن د مهري، چې په شپږ میاشتې بند محکوم شوی، پر غوښتنې له غوره وروسته پرېکړه وکړه چې نوموړی دې د بند د مودې له بشپړولو وروسته افغانستان ته ولېږل شي.

ویل شوي چې مهري لومړی له نجلۍ د جنسي اړیکو غوښتنه کړې وه خو کله چې هغې انکار کړی، له زوره یې کار اخیستی.

د جنورۍ په میاشت کې د بریتانیا د بولټن ښار محکمې مهري مجرم وپېژانده خو نن په لندن کې د استیناف د محکمې درو قاضیانو د ده اپیل ونه مانه.

یوه قاضي لارډ سټيفن ایفرټ وویل، مهري له نجلۍ څخه د جنسي رابطې تقاضا کړې، خو کله چې هغې انکار کړی، ده یې پتلون ته لاس اچولی او هڅه یې کړې چې تجاوز پرې وکړي تر دې چې نجلۍ په تېښته بریالۍ شوې ده.

نجلۍ د پېښې په اړه مور ته ویلي، مور یې پولیسو ته خبر ورکړ. پولیسو د نجلۍ د مور د شکایت پراساس مهري نیولی دی.

مهري په ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.

4 thoughts on “یو افغان د جنسي تېري د هڅې په تور له بریتانیا ایستل کېږي”
  1. دغه نصیحت د افغانستان کی دننه افغانانو ته کوم چه په کم سن کی خپل بچی د خدای په لحاض یا یی اروپا ته مه لیړۍ او یا یی د لیږلو وړاندی لږه اندازه تربیه ورته وښایی. اکثره دغه کم سنه چه دلته اروپا ته راځي د ریپ یعنی په زوره د جنسی غوښتنی په قضیه کی ګیر وی او ژوند یی در بدر وی او په جیلو کی شپی صبا کوي.

  2. په اروپایی تولنه کی قانون اوعدالت شته مګر په اسلامی تولنه کی قوانین شته اما عدالت نشته.په افغانستان کی په تنکیو جنو او هلکانو دزور مندانو له خوا تیری کیږی ولی فاعلین نه مجازات کیږی .دهلکانو اوجنونخول اوګدا دشریعت اووضعی قوانینو خلاف عمل دی مګرسوک نه نیول کیږی.او ددی منفی پدیدی سره سوک مبارزه نه کوی.

  3. په اروپا کښی خصوصآ په بریتانیا کښی اکثرآ دا ډول مسلی په دروغو سره په خلکو ټپل کیږی، خصوصآ په بهرنیو اتباع باندی دا یوخ څرکند واقیعت دی چی په بریتانیا کی انکریزان په ډیره لوړه توګه نژادپرستی شته او له بهرنیو نه ده منی.

  4. ………..دا یو څرګند حقیقت دی چی په بریتانیا کی خلک ډیر سخت نژاد پرسته دی او بهرنیان یی په خپل وطن کی نه خوښیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *