افغان ساینس پوه ښاغلی سرفراز د خپلو سیالانو تر منځ
تاند – یو افغان ساینس پوه په انګلستان کې د ساینسي محاسباتو او ریاضیکي موډلونو په نړیواله سیالۍ کې د ۶۰ هېوادونو د ساینس پوهانو تر منځ د ۷ غوره ساینس پوهانو په ډله کې راغی.
وکیل سرفراز ۳۲ کاله عمر لري او د لوګر ولایت اوسېدونکی دی.
ښاغلي سرفراز په ۲۰۱۴ کال کې د برتانیا د سسېکس نړیوال پوهنتون څخه په ریاضي کې د لېسانس ډګري ترلاسه کړې او وروسته یې په ۲۰۱۵ کال په ریاضي او ساینسي موډلونو کې د دغه هېواد په اکسفورډ پوهنتون کې د ماسټرۍ زده کړې بشپړې کړې دي.‌
نوموړی دا مهال د برتانیا په سسېکس نړیوال پوهنتون کې د ریاضیکي موډلونو او ساینسي محاسباتو په څانګه کې د دوکتورا زده کړې کوي.‌
وکیل سرفراز تاند ته وویل، چې دی یوازنۍ افغان دی چې په دې نړیواله سیالۍ کی یې برخه اخیستې وه او په ۷ وتلیو برخه والو کې راغی.
دغه نړیواله سیالي هر دوه کاله وروسته ترسره کیږي چې د ۲۰۱۱ کال سیالي په کاناډا، د ۲۰۱۳ په هسپانیا، د ۲۰۱۵ په جرمني او د ۲۰۱۷ کال سیالي په برتانیا کې وشوه.
———————————————-
د وکیل سرفراز ساینسي ریاضیکي څیړنه په نړیوال ژورنال کې:‌ http://www.sciencedirect.com/science/article/pii/S0960077917302278
2 thoughts on “یو افغان ساینسپوه د ۶۰ هېوادونو د ساینسپوهانو د سر په کتار کې راغی”
  1. آلله پاک دي نور هم توفيق ورکړي او دنور لازياد ځوانو چه دجهان په اول قطار کي ودريږي په اميد.

ځواب دلته پرېږدئ