تاند – یو افغان ځوان د چک جمهوریت په مرکز پراګ ښار کې په یوه روغتون کې یوې نرسې ته د لاس وراچولو له امله د پولیسو له خوا ونیول شو.‌

د چک نووینکي وېب سایټ لیکي چې ځوان ۱۹ کاله عمر لري او د فارسي په افغاني لهجه (دری) خبرې کوي.‌

د چک جهموریت بلېسک خبري وېب سایټ لیکلي چې دغه ځوان د شپې پر وخت په اتم پراګ کې د بولوفکه روغتون ته تللی او هلته په دې پلمه چې په انتاني ډیپارټمنټ کې یې کوم ماشوم ناروغ بستر دی ورننوتی دی.‌ وروسته دغه ځوان چې رسنیو یې نوم نه دی یاد کړی د یوې نرسې په بدن لاس وهل شروع کړي دي. 3091989_

ویل کیږي چې د نرسې په چیغو خلکو پولیسو ته ټیلیفون کړی او هلک چې د تېښتې هڅه یې کوله پولیسو نیولی دی.‌

د پراګ نووینکي وېب سایټ لیکلي چې د هلک څو اونۍ کېدلې چې دغه هېواد ته ورغلی دی او د پناه غوښتنه یې کړې ده.‌

چکي خبري رسنیو لیکلي چې نن هغه وخت چې هلک محکمې ته وړاندې شو د هغه لپاره راغوښتل شوي ترجمان ضعف وکړ او روغتون ته انتقال کړای شو.‌ رسنۍ لیکی چې ښایي په تورن ځوان باندې تر ۵ کالو پورې قید راشي.‌

ویل کیږي چې د ځوانانو له خوا په اروپایي هېوادونو کې دغه ډول پېښو د اسلامي هېوادونو د ځوانانو او په تېره بیا د افغان ځوانانو په هکله د اروپایانو نظر ډېر حساس کړی دی او د کرکې په سترګه ورته ګوري.‌ نه تایید شوي معلومات ښیي چې د یو شمېر اروپایي هېوادونو په محبسونو کې له هغو کسانو سره چې په زور جنسي عمل کوي د نورو نارینه بندیانو له خوا ورته عمل کیږي.

One thought on “یو افغان ځوان په پراګ کې یوې نرسې ته د لاس اچولو له امله ونیول شو”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *