تاند- یو نولس کلن امریکايي سرتېری د افغانستان په جنوب کې د تروریستي ضد عملیاتو په مهال د افغان دولت د وسله والو مخالفانو په حمله کې ووژل شو.

په دې پېښه کې، چې د دوشنبې په ورځ په هلمند ولایت کې وشوه او نن /چهارشنبه/ د امریکا پوځ اعلان کړه، دوه نور امریکايي پوځیان ژوبل شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه امریکايي پوځیان په یوه ودانۍ کې ول چې راکټ پرې ولګېد.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د ټپي شویو پوځیانو ژوند له خطر سره مخامخ نه دی.

دا پېښه په داسې وخت کې وشوه چې د امریکا حکومت افغانستان ته د نورو پوځیانو پر راستولو غور کوي.

ځینو امریکايي رسنیو ویلي چې که امریکا په دې هدف، چې طالبان سیاسي خبرو ته حاطر کړي، نور ځواکونه لېږي مثبت ګام دی خو که فکر کوي چې د دوه یا درې زرو پوځیانو په استولو به وضعیت بدل کړي، دا هڅه یې نتیجه ښايي ونه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *