حیات رحمانزی

بنګله دېش د ای سي سي یا د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لرونکي (فوبل مبمر) لوبډله ده، ټول سریزونه یې هم له همدې فول ممبر هیوادونو سره دي. دوی چې کله له مقابل لوري سره مخ کیږي یا لوبې کوي، کابو ۸۰ سلنه لوبې بایلي، ځکه لوبډله یې هومره قوي نده لکه نورې لوبډلې، خو د خپل قوم او خلکو دومره ملاتړ ورسره دی چې حد نلري.

ځیني وخت به تاسو له بنګالیانو سره د دوی په لاسونو کې بیلابیلې بینرې لیدلي وي یا به یې راتلونکي کې هم ووینی. دوی هر وخت خپلو لوبغاړو ته تسلي ورکوي او ملاتړ یې کوي. ورته وايي چې زمریانو مه خپه کیږئ، موږ مو تر شا یو. دا خبرې نه یوازې دا چې دوی تشویقوي، بلکه په لوبه یې څو چنده ښه او مثبته آغیزه کوي ترڅو په راتلونکو سیالیو کې تردې ښه لوبه وکړي. خو زموږ مینه سرچپه ده، که لوبې ګټي، له لوبغاړو سره دومره مینه کوو چې په سر یې کینوو، خو برعکس که لوبې بایلي نو بیا د خدای مل شه. څه څه نه وایو او نه لیکو. په هر صورت، دا زموږ مینه ده چې له کریکټ او لوبغاړو سره یې لرو. خبره اوږدیږي، دلته مو یوې خبرې ته پام راګرځوم.

پدې ټول پوهیږي، چې نړیوالو لوبډلو په ځانګړي ډول د ای سي سي فول ممبرانو لسګونه کاله کریکټ کړی او د دې لوبې سابقه لري. تاسو د دوی دخلکو له خپلو لوبغاړو سره مینه ولیده، لوبغالي مو ولیدل، د دوی سهولتونه مو ولیدل، د دوی اکاډمیانې مو ولیدلې. ځیني وختونه د لوبې په جریان کې ښکاري چې دوی د خپلو لوبغاړو لپاره څومره په لوی معیار لوبغالي او اکاډمۍ تیارې کړي او په څومره لوړ معیار لوبیږي. که موږ خپل ځان د دوی سره مقایسه کړو د دوی سلمه برخه خو په ځای پریږده، چې زرمې برخې ته یې هم نه رسیږو. نو بیا به ولې دوی لوبې بایلي او موږ به یې ګټو؟ کوم پرمختګ چې موږ پدې لسو یا پنځلسو کالو کې کړی، نړیوال ورته ګوته په غاښ دي. هیڅ باور یې نه کیږي چې یو جنګ ځپلی هیواد چې لاهم جکړه پکې جریان لري په دومره نشت سهولتونو او وچه ګیده دومره لاسته راوړنې ولري. چې خبره اوږده نشي یوې بلې مهمې موضوع ته اشاره کوم؛ هغه د ایف ټي پي غړیتوت دی چې پدې وروستیو کې افغان لوبډله پدې وتوانیده، چې په راتلونکو څو کالونو کې د ای سي سي فول ممبر هیوادونو سره د لوبو کولو مهال ویش ولري.

که څه هم دا به اسانه خبره نه وي چې د ای سي سي فول ممبران دې د افغانستان په څیر د دویمه درجه هیوادونو سره لوبې وکړې، خو ای سي سي اراده لري ترڅو د دویمه درجه هیوادونو کریکټ پرمختګ وکړي او ځیني فول مبمرشیپ هیوادونه دې ته تیار کړي ترڅو وخت نا وخت زموږ په څیر لوبډلو سره لوبې وکړي. ای سي سي پلان لري ترڅو راتلونکی نړیوال کپ د څوارلسو لوبډلو په ځای لسو غوره لوبډلو ته راکم کړي، ځکه د ځینو پخوانیو لوبغاړو په وینا چې د اوسني نړیوال کپ د لوبو چوکاټ یا فارمټ لوی دی او ددې ټولو لوبو کول ډیر وخت نیسي، یا په بله وینا دوی غواړي کریکټ یوازې او یوازې د همدې لسو لوبډلو پورې محدود کړي، چې د ای سي سي ګټې یوازې او یوازې ددوی ترمنځ تقسیم شي. خیر زموږ لوبډله د دویمه درجو هیوادونو په لیست کې له ایرلڼد وروسته دویمه غوره لوبډله ده، که موږ په راتلونکي کې د دې فول ممبر هیوادونو سره لوبې ولرو، شاید ۹۰ سلنه یې وبایلو، ځکه زموږ کریکټ تر اوسه هغه حالت ته ندی رسیدلی، چې موږ یادو لوبډلو ته په اسانی ماته ورکړو. نو له خپلو خلکو په احترامانه ډول هیله کوم چې زړونه مو لوی کړئ، له حوصلې کار واخلی. له دې وروسته به موږ کابو ترشلو کالونو پرلپسې لوبې بایلو ترڅو د یادو هیوادونو په قطار کې ځان ته ځای پیدا کړو. که حوصله مو همداسي وه، د لوبې له بایللو وروسته په دواړو لوبغاړو، لوبډلې او کریکټ بورډ پسې بد رد وایو، نو بیا مې مشوره درته داده چې همدا اوس د لوبې له کتلو لاس په سر شی ترڅو په راتلونکي کې له دا ډول حالت سره مخ نشی.

په درنښت حیات رحمنزی.

3 thoughts on “یو اړین سپیناوی/ حیات رحمانزی”
  1. زموږ لو بډله بر یا لۍ ده په کمه موده کې یې ډیر ې غټې بیا وې دې ملک ته را وړې دي

  2. زموږ لو بډله بر یا لۍ ده په کمه موده کې یې ډیر ې غټې بریا وې دې ملک ته را وړې دي الله د دوی ژوندي لري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *