سردارمحمد همدرد

۱۳۹۹-۱-۳

سرلیک د استاد سلیمان لایق د هغه شعر یو بیت دی چې په نولس سوه نوي یمو کلونو کې یې لوی شاعر غني خان ته اورولی و. حالاتو ته چې ګورو داسي معلومیږي چې یو ځل بیا خدای مه کړه هغه تېر ناورین تکراریږي. ما په دا وروستیو کې د هیواد پر روان نازک او لړزانده وضعیت پر فرصتونو او ننګونو دواړو څرګندوني کړي دي. د کال په لومړۍ ورځ موږ د خوښۍ د زیري په تمه وو خو د زابل پیښي ته په کتو چې د شاوخوا د پنځه ویشتو افغان سرتېرو او په همدې شمېر کې د وسله وال طالب مړینه د رسنیو د سرټکی و خواشینی او تشویش را پیدا کړ. او بله دا چې په همدې ورځ یوازي دا پېښه نه بلکي نورې پیښي هم چې را پور یې نه دی ورکول سوی، پېښې سوي دي. راسئ ځینو واقعیتونو ته ځیر سو . نړیوالو او ګاونډیانو د افغانستان په حق کې هم ظلم وکړ او هم تېرونې. زه کله کله په خپلو څرګندونو کې بهرني بعد ته برائت ورکوم، ځکه هغه بیله دې هم بهرنی دی او دی خو خلیلزاد چې په نسب کې افغان دی، تر ډیرو نمایشي غونډو دي تېر د هغه چا سره دي کښیني چې په سوله باور لري، د سولي له پاره طرحه او میکانیزم لري. را ځو په سیاسي قاموس کې زړه سوی، عاطفه او ګیلې نه سته هلته د متقابلو ګټو خبره کیږي. اوس راځم زموږ د افغانانو مسؤلیت ته: دلته ټول افغاني اړخونه مسؤل دي که هغه حکومت، طالبان او نورې سیاسي او مدني ډلې دي. خو په ډلو کې حکومت او طالب ډېر لوی او دروند مسؤلیت لري. اول د یوه افغان په توګه طالبانو ته وایم: دا سمه ده چې ستاسو حکومت یې درخراب کړ، نړیوالي ټولني د تروریستانو لقب درکړ، په کور دننه چې د افغانانو په نوم حکومت و په هغو کې هم دا فکر نه و چې ستاسي سره یې ښه چلند کړی وای پر کورو یې چاپې در ووهلې او عقديي او افراطي چلندونه در سره وسول تاسو یې په لوی لاس مجبوره کړاست چې ټوپک واخلئ. زموږ د وخت په سیاسي مشرانو کې هم دا سیاسي بصیرت نه و چې دا نړیوال او پردی جنګ په هنري ډول له خپله کوره تېرکړي. بله خبره دا چې دا دومره نالایقه کسان وو چې په هیواد کې یې ملی بنسټونه د دې پر ځای چې پر پښتو درولی وای له بېخه ګمراه کړل. اداري او اخلاقي فساد، بې کفایتي د مسؤلیت نه احساس، بې عدالتي دغه ټولي هغه ننګوني وې چې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي. طالبانو تاسي ته وایم! تاسو یو وطني تحریک واست په هیواد کې د انارشي، ظلم او بربریت پر وړاندي راپورته سواست، تر یو ځایه مو په هیواد کې عدالت او امنیت هم ټینګ کړ، خو لویه تېروتنه مو دا وه چې واک مو انحصار کړ، د نړۍ د روانو حالاتو، خارجي سیاست، ټیکنالوژۍ، اقتصاد، زده کړي او زیربنا ته مو توجه و نه کړه. موږ به دا هم و منو چې تاسو د بهرنیانو په مقابل کې مبارزه وکړه دا چې په دې وروستیو کې ستاسو او امریکا ترمنځ د سولي یو تړون لاسلیک سو ټول دې نتیجې ته ورسېدل چې اوس سولي ته په واقعیت کې رسیږو. دا چې سولي ته ډېر نږدې سوي یو بیا ستاسو د زابل او بغلان په څېر بریدونه ډېر مایوسوونکي دي. موږ او تاسو افغانان یو ډېر لوی هدف په مخ کې لرو، له دې وروسته به متحد کیږو هر ډول اختلافات او پردۍ ټاپې به شاته پرېږدو. په نړیوالي ټولني او حکومت کې چې کومه ستونزه وه هغه مو هم واضیح کړله، نور خیر په دې کې دی چې په دې وطن کې یوه ورځ مخ کې جنګ بند سي. اوس موږ او تاسو ته په کار ده چې په دې وطن کې لومړی ملي وحدت او دوامداره سوله او عادلانه اسلامي نظام قایم کړو. په وژلو کې نور خیر نه سته، تاسو هم باید په خپله جنګي ستراتیژۍ کې بدلون راولئ تر څو واقعي سولي ته ورسیږو. اوسنی حکومت چې له ولس څخه یې په تېر پنځه کلن امتحان کې د کامیابۍ نمرې نه دي اخیستي او ناکام دی، د جمهوریت له نامه څخه دی سوء استفاده نه کوي، سوله تر هر څه لومړیتوب لري او په هر ډول لویه قربانۍ ارزي. په خواشینۍ سره چې تر ننه پوري د بین الافغاني ناستي او سولي له پاره طرحه او منلی میکانیزم نه لري. حکومت باید له دې ګونګ حالته ځان راوباسي او د سولي په تړاو خپل دریځ روښانه کړي. ډاکتر صاحب عبدالله او ټیم یې هم باید تر سیاسي ونډي د هیواد ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي. وطن مو د تاریخ له ډېر بد او خطرناک حالت څخه تېریږي. د کورنا وایروس چې یو نړیوال تهدید دی خدای مه کړه زموږ جنګ ځپلی هیواد به تر هر بل هیواد ډېر وځپي، پورتني ټول اړخونه پر خپل خپل ځای دروند مسؤلیت لري. که احساساتي او بې تدبیره پریکړي وکړو د دیارلس سوه اویایمو کلونو تاریخ بیا تکراریږي راځئ له دې ژوندي تاریخ څخه پند واخلو تر خپلو شخصي مفاداتو تېر او د افغانستان ګټو ته لومړیتوب ورکړو. را ځی چې په دې اساسو او برخلیک ټاکونکو شېبو کې پر دې مظلوم ملت ورحمیږو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *