زموږ د هیواد ډیری خبرونه بد وي. چیرته چې وژنې وي، چیرته چې ویجاړونې وي او چیرته چې داسې جګړه روانه وي چې هیڅ پای یې نه ښکاري، هلته به ښه خبر له کومه شي؟
موږ به تل همداسې بد خبرونه اورو او تل به مو د خبرونو په اوریدو په زړونو کې څړیکې کیږي.
دا تازه بد خبر(زمري ۲۲مه) د پکتیکا د خوشامند ولسوالۍ له میناري کلي څخه دی. د خبرونو په حواله دلته بې پیلوټه الوتکې یو کور په نښه کړی، یو ډاکټر یې د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره له منځه وړی دی.
ښه، د رسمي سرچینو دا خبره به ومنو چې ګوندې دا ډاکټر ترهګر و، خو په دې برید کې شهیدان شويو ماشومانو ته کوم نوم ورکړو؟ ایا ماشومان هم ترهګر وو؟ ایا د ماشومانو وژل په خپله ترهګري نه ده؟ او….
شاید، امریکایان له څیړنو وروسته خپله پړه ومني او خواشیني هم څرګنده کړي خو ایا دا خواشیني به وژل شوي ماشومان بیرته خپلې کورنۍ ته را ژوندي کړي؟
دا لومړی ځل نه دی چې د ترهګرۍ پر ضد جنګیدوونکي ځواکونه د خپلې ترهګرۍ ثبوتونه وړاندې کوي. همدې ځواکونو د ودونو مراسم بمبار کړي، کلیوال یې بمبار کړي، سپین ږیري یې وژلي او ځینې پوځیانو خو یې مخامخ ملکي خلک هم په نښه کړي دي چې غوره نمونه یې( Rabert Bales) رابرت بیلز و.
دغه وحشي سرتیری د ( ۲۰۱۲ ) کال په مارچ کې د کندهار په پنجوايي کې، نیمه شپه له خپلې پوځې هډې لکه وږی لیوه راووت، د ملکي خلکو په کورونو ور ننوت او (۱۶) تنه کلیوال ،چې ماشومان او میرمنې هم پکې وې، شهیدان کړل.
د ملکي کسانو په دغه شان وژنو خلکو ته شک پیدا شي او دا شک خو کله کله د یقین مرحلې ته هم ورسیږي.
دوی په لومړي سر کې ویلي و چې هوايي ځواکونه یې له هوا څخه ان د شپې پر ځمکه یو انچ شی هم په نښه کولای شي. رښتیا وايي، ښه را ته یاد دي چې د طالبانو د امارت د زوال په لومړیو شیبو کې د شپې یوې الوتکې باغ بالا کې کانټیننټال هوټل ته په لاره بایفور ډاټسن ویشتلې وه. ښه را ته یاد دي چې نیمه شپه یې کابل کې پر یوه غره لګیدلی ټلویزیوني انتن وویشت او…
خو چې کله همدغه په پرمختللي جنګي تکنالوژۍ سمبال ځواکونه، زموږ عوام او ماشومان ولي، په رڼا ورځ د واده مراسم بمباروي ( ننګرهار،هسکه مینه، ۶جولای، ۲۰۰۸) او… نو بیا ورته د سهوې نوم ورکول یوه ناکامه هڅه ده.
جګړه که په هر نیت اوږدیږي او که هر څوک پکې ګټې کوي، خو سرونه زموږ خوري او قرباني له موږ اخلي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي ( یوناما) د یوه تازه راپور له مخې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ( ۵۱۶۶) ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا شمیره د تیرو کلونو په پرتله لوړه شوې ده او د دې شمیرې کابو درېیمه برخه کوچنیان په بر کې نیسي.
د یادې شوې سرچینې د شمیرنو له مخې د( ۲۰۰۹) کال د پیل را پدیخوا د روان کال د جون تر( ۳۰)مې پورې زموږ ( ۲۲۹۴۱ ) ملکي وګړي وژل شوي او( ۴۰۹۹۳) نور ژوبل شوي دي.
یوناما د دغو وژنو د اکثریت ګوته د دولت مخالفو وسلوالو ته نیسي او ممکن مقابل لوری دغه ادعا رد کړي. خو رښتیا خبره دا ده چې موږ وژل کیږو او پر موږ هدیرې ډکیږي.
جګړه موږ ته ډیر درنه تمامیږي، د دې یو ستر علت دا دی چې د جګړې ښکیلې غاړې د جګړې اصولو ته ژمنې نه دي.
د بې دفاع انسان وژنه، د ټول ګټو تاسیساتو ړنګول، د ماشومانو او میرمنو وژل نه په شرع کې جواز لري او نه د ژنیو په قراردادونو کې؛ خو موږ یې عملاً شاهدان یوو.
موږ د جګړې پر ښکیلو غاړو غږ کوو چې که له جګړې لاس نه اخلئ او خامخا یې غځوئ نو لطفاً لږ تر لږه د غیر نظامي اهدافو خوندي کیدو ته ژمن اوسئ، ستاسو نه ژمنتیا به تاسو د انسانیت له دایرې دومره لرې ګوزار کړي لکه د شهزاد محمدي د شپږیزې توپ.
( سرخط ورځپاڼه – نننۍ ګڼه)
امریکایان کله انسانیت لري مونږ هم عجیبه خلق یو دداسی چا نه د انسانیت تمه کوو چه ۶۰ کاله وړاندی یی د جاپان ۱۰۰۰۰۰ کسان بی ګناه قتل عام کړل زه خو وایم چه د امریکا نظامیان خو پریږده عوام هم انسانان ندی بلکه چارپایان دی ځکه دا نظام د همدوی په ملاتړ جوړدی