تاند- انار نه یوازې په افغانستان کې د کوکنارو ځای نیولی شي بلکې د جګړې اور هم سړولی شي.

سکاټلڼد نو ورځپاڼې د سولې لپاره د نباتاتو د خیریه موسسې د مشر جېمز بریټ له قوله لیکلي چې کوکنار نه بلکې انار افغانستان ژغورلی شي.

ښاغلي جېمز روانه اوونۍ د سکاټلنډ د مرکز ادنبرا په یوه انستیتیوت کې د خپلې دې پروژې او د هغې د بریالیتوب د امکاناتو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلی بریت وايي چې افغانانو ته باید د کوکنارو پر ځای انار ورکړای شي چې ویې کري.

1ورځپاڼې د افغانستان د جنوب په یوه کرونده کې، چې د کوکنارو بوټي پکې ولاړ دي، له یوه افغان کروندګر سره د جېمز بریټ عکس چاپ کړی. د دوی په لاس کې پر یوه سپین ټوکر لیکلي شوي: «د حل لارانار دي.»

جېمز بریټ، چې په بریتانیا کې یې د انارو د جوسو فابریکه جوړه کړې ده، په افغانستان کې تر ۲۲ زره زیات کروندګر هڅولي چې د کوکنارو له کرلو لاس واخلي او پر ځای یې د انارو باغونه کښېږدي.

1په افغانستان کې د نړۍ د ټولو تریاکو په سلو کې ۹۰ تولیدېږي خو ښاغلی بریټ باوري دی چې انار به افغان کروندګرو ته د کوکنارو هومره پیسې په لاس ورکړي.

ښاغلی جېمز غواړي چې راتلونکی کال په بریتانیا کې د انارو د جوسو څو نور صنعتي مرکزونه پرانیزي.

جېمز هیله من دی چې له دې درکه په ترلاسه کېدونکو پیسو به په جنګ ځپلیو سیمو کې له کوچنیو او د لږ مځکې لرونکو کروندګرو سره مرسته وکړي.

سکاټلنډ نو وايي چې ښاغلی جېمز په دې پروژه کې د بریتانیا له سلطنتي کورنۍ رانیولې د دغه هیواد تر مشهور کومیډین مستر بین پوري له پراخ ملاتړه برخمن دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *