په افغانستان کې تر سره شوو ټاکنو دې ولس ته هومره هيلې ور وبښلې او دومره ساه يې ورکړه، چې د ژوند او پرمختګ ډېر نور کارونه به هم تر سره کړي، دا کاروان به هرومرو خپل منزل ته رسوي او داسې فکر کيږي، چې ګويا ددې ولس د ښې رازۍ لپاره پاڼه واوښته.
ددې ولس په ګډون تر سره شوې ټاګنې له څو اړخه په کوردننه او بهر د ستايلو وړ وګرځېدې. په لومړۍ برخه کې يې د ولس پراخه ګډون او د هغه حوصله مندي. دويم د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري برابر شوي امکانات او دريم د افغان امنیتي ځواکونو له لوري په دغه ورځ نيول شوی امنيتي چمتوالی.
له سره هم داسې تمعه کېده، چې ګويا دا ټاکنې به تر يوه بريده بريالۍ وي، خو تر ټولو لوی خنډ يې پر وړاندې امنيتي ننګونې وې، چې افغان امنيتي ځواکونه په دې وتوانېدل، چې په ښه ډول سره يې امنيت کابو کړي.
که څه هم د امنيت په برخه کې يې دښمن ډېر منفي تبليغات وکړل، خو له دې سره سره يې هڅې شنډې شوې او خپل منزل ترې پاتې شو.
تر ټاکنو مياشت دمخه په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ له لوري د ارپکو پرضد چاڼيز عمليات پيل شول او داسې انګېرل کېده، چې ګويا پاکستاني پوځ غواړي، ارپکو ته لار ورکړي، څو افغانستان ته راواوړي او د ټاکنو پر مهال په جګړه کې پراخه ونډه واخلي.
له يوې مياشتې وړاندې په پاکستان کې ديني مدرسې د همدې هدف لپاره تړل شوې وې، چې تازه دمي جنګيالي يې په افغانستان کې د ټاکنو د ګډوډولو په برخه کې ولوبيږي، سرونه وخوري، پنجاب او ای اس ای خپل مرام ته ورسوي. تر دې اخوا د پاکستان په مهمو سيمو کې د افغان طالب قومندانانو او سرګروپانو لپاره د يوې اونۍ ترېننګونه ورکړل شول، ترڅو په ښه ډول جګړه وکړي او خپل هدف ته چې د ټاکنو مخنيوی و، ورسيږي، خو له دې سره سره افغان ولس بريالی شو او له ګڼو تهديدونو سره سره يې يو لوی ګام په بري سره اوچت کړ.
د خلکو پراخ ګډون په ټاکنیزو مبارزو او غونډو کې د کاندیدانو د برنامو او طرحو اوریدل او تحلیل، د رای وری کارتونو اخیستل، د ټاکنو په ورځ پراخ ګډون د نظم مراعات، په دې سياسي بهير کې د بل افغان د ګډون هڅونه، د خلکو دشعور د لوړې کچې په انتها دلالت کوي.
واقعآ مدني ټولنو، رسنیو، د کاندیدانو پراخه غونډو، اعلانونو او مناظرو وکولای شول، چې دې ټپي ټپي هېواد ته سرلوړي راوړي او دا ولس د خپلې راتلونکې په ارزښت وپوهوي.
پخوا به د نوي کال جشن، دبزګر جشن، د ښوونځي د زنګ ګړنګولو جشن، د دواړو اخترونو جشنونه، د لوبغاړو د بریا جشنونه او نور داسې هغهپه خورا زوږ او زور سره لمانځل کېدل،خودا ځل په ټاکنو کې د خلکو بې شمېره ګډون په ډاګه کړه، چې دا تر نورو هغه د لوړې کچې جشنوو او دی.
دا ولس د يوه سوکاله او ارام افغانستان په هيله دی، دا ولس تېرو ناکردو دومره بيدار کړی او سياسي شعور يې دومره لوړ شوی، چې د هر بهرني د تمعې خلاف کړنه تر سره کولای شي.دا ځل چې د ټاکنو مدیریت کاملاً افغاني و، بهرنیو څارونکو یې ننداره کوله،افغانانو وکولای شول، یو بل ګام د هېواد په پرمختګ کې واخلي.
که چېرې افغانان هر وخت د یوه قوي ملت په توګه داسې عمل تر سره کړي، تل به يې بریا په برخه او کړنې به يې د تاریخ په زرینو پاڼو ولیکل شي. ددې بريا امتياز د يوه شخص نه، بلکې د يوه داسې ملت دی، چې لا يې هم خپل ګاونډيان ارام ساه اخستلو ته نه پرېږدي.
د نړي په ډېرو پرمخ تللو هېوادونو کې هم ټاکنې له درغلیو او لاس وهنو سره ملې وي، خو په افغانستان کې د وري مياشتې د ۱۶مې نېټې تر سره شوې، ټاکنې له درغليو پاکې وې او که کوم څه شوي هم وي، نو پايلې يې تر سيوري لاندې نشي راوستلای، ځکه چې په ستره پيمانه نه وې.
اوس د ټاکنو او شکایاتو کمیسیونونه مسوولیت لري، چې د سمو او ناسمو رایو تفکیک وکړي، د ملت رایو او ولولو ته په درناوي وګوري او په پوره صداقت او میړانې خپل تاریخې مسولیت تر سره او ټاکنې مثبت لوري ته بوځي.
دا خو جوته ده، چې ټول اته نوماندان ارګ ته لار نشي پیدا کولی، خو د دوی سالم رقابت او پراخې مبارزې د ستایلو وړ دي، هر یو له دوی نه چې بریالی کیږي،پوروړی دی، چې نور يې بايد بدرګه کړي او خپله هم د وطن په ابادۍ او سوکالۍ کې ونډه واخلي مټې بډ وهي.