فرانتز فانون او د ځمكې پر مخ دوزخيان

یوه ملګري مې کیسه کوله چې په  ۲۰۱۰م کال کې سریلانکا ته په یوه سفر تللی وم، په یوه ریسټورانټ کې یوه سریلانکايي راڅخه د هویت پوښتنه وکړه، ومې ویل د افغانستان یم، چورتي شو بیا یی وویل: هو هو، اسامه، طالب، تروریست. نه پوهیدم څنګه یی قانع کړم چې ټول افغانان دغسې نه دي، خو فکر مې وکړ چې له  ذهنه یې د کلونو دا تصویر په دې څو شیبو کې نه شم بدلولای.

د تصادف خبره ده، همدا څو ورځې مخکې بیا د همدې هیواد یوه بل ښار ته په سفر برابر شوم، هماغه کیسه بیا تکرار شوه، رسټورانټ، سریلانکایی، زه او زما د هویت پوښتنه. خو دا ځل د افغانستان په یادولو هغه څه مې وانه وریدل چې پرې وځوریږم، څنګه چې مې وویل د افغانستان یم، نو تعجب یی وکړ، د حمید حسن نوم یی واخیست، ویل یی ستاسو افتخار دی، بیا یی د افغانانو صفت وکړ چې له ډیرو ستونزو سره سره خورا باهمته خلک دي، دا یی هم وویل چې که ځوان نسل ته یی لږه زمینه برابره شي، نو هر یو یی حمید حسن غوندې یوه کارنامه جوړوي.

شکر مې وویست چې ځه لږ تر لږه د خلکو په ذهنونو کې زموږ د وطن هغه پخوانی تصویر اوس بدل شوی، او که رښتیا هم د ځوان نسل سالم روزلو امکان برابر شي، نو سریلانکایان څه چې ډير پرمختللي اروپایان او امریکایان به هم ګوته په غاښ کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *