مخکې تر دې چې د ټاکنو پايلې په ډاګه شي، ټولو ته جوته شوې، چې ټاکنې دويم پړاو ته ځي، نو همدا لامل دی، چې د کانديدانو او همدا ډول د نوماندانو د کمپاينرانو ترمنځ جوړ جاړي پيل شوي دي.

په دې ډله کې يوشمېر يې سر له اوسه د څوکيو وېش کوي، خو يوشمېر نور بيا يوازې د ښې راتلونکې لپاره په ځان ولس راټولوي او بس.

په دې وروستيو کې ځينې ګونګوسې او د پردې ترشا جوړ جاړي بيا تر يوه بريده اندېښمنوونکي دي او داسې ښکاري، چې لاهم د دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ ددې لپاره کار روان دی، څو له بياځلي ټاکنو تېر شي او يوې پايلې ته سره ورسيږي.

خبره له دې ځايه پيلېږي، چې ټاکنيزو کميسيونو په ځانګړې توګه د ټاکنو خپلواک کميسيون په بيا بيا ويلي وو، چې دوی دويم پړاو ټاکنو ته پوره چمتوالی لري او که چېرې ټاکنې دويم دور ته وغځيږي، نو کولی شي، له قانون سره سمې يې تر سره کړي، خو په دې وروستيو کې د ټاکنيزو کميسيونو د دريځ بدلېدل تر يوه بريده پوښتنې راپيدا کوي، چې ولې هغه ژمنې نشي پوره کېدای، چې تر دې د مخه يې له ولس سره کړې وې.

د ټاکنو کميسيون چارواکي هغه بهانه را اخلي او وايي، مياشت د مخه چې د ټاکنو کميسيون په يوه ګدام کوم توغندۍ ولګېد، له امله يې ډېر اړين توکي له منځه تللي او اوس به د ټاکنو کميسيون ته خورا ناشونې وي، چې هغه دې له پخوانۍ ژمنې سره سم برابر او ټاکنې دې تر سره کړي.

که څه هم هغه مهال د ټاکنو کميسيون چارواکو ويلي وو، چې د توغندي د لګېدو له امله هومره جدي زيانونه نه دي اوښتي، خو اوس يې دا بهانه د خپلې خبرې د پټولو لپاره يو ښه پوښ بلل کېدای شي.

د مکث وړ بله موضوع چې تازه تازه د ولسمشرۍ د يوه مخکښ کانديد او د هغه د پلويانو له لوري راپورته شوې د يوميليون رايو ورکېدل دي.

ډاکتر عبدالله عبدالله ادعا کړې، چې يوميليون رايې يې ورکې شوې او ضايع شوې دي. په اصل کې خو دغه مسووليت تر ډېره د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ته متوجه دی، چې د دغې مسئلې په تړاو څېړنه وکړي، د ټاکنو له کميسيون يې پوښتنه وکړي، خو که داسې نه وي او هسې تور وي، نو بيا پکار ده، چې دغه مسئله تر عدلي او قضايي ارګانونو پورې ورسول شي او هغه ډول وڅېړل شي، چې څنګه پکار ده، ځکه چې په دې ډول خبرو سره د ټاکنيز کميسيونو هغه عتبار له منځه ځي، چې تر لاسه کړی يې دی.

په ټوله کې له وړاندې په ډاکتر عبدالله عبدالله او پلويانو يې تور وو، چې تر ټولو د دوی له لوري ډېرې درغلۍ شوې دي.

ايا اوس له دې ادعانه د ډاکترعبدالله هدف څه دی؟

غواړي په دې ډول سره خپلې هغه درغلۍ پټې کړي، چې په هرات کې يې په ګټه شوې دي؟

ايا غواړي په مزار کې خپلې درغلۍ وپوښي؟  کنه غواړي، له دويم دور ټاکنو په شاه شي؟

په ټاکنو او شکايتونو کميسيونونو کې خو د ډاکتر عبدالله پلوي کميشنران ټول وخت په همدې ډول کار پسې څارو وو. دوی د کمېشنرانو په رول کې نه، بلکې د يوه نوماند د ناظر په رول کې ولوبېدل، که داسې وي، نو بيا ولې له وړاندې دا خبره راپورته نشوه، چې په دومره ستره کچه رايې الونيا شوې دي.

 په ټوله کې دغه دريځ ته په کتو سره داسې ښکاري، چې ښاغلی نوماند له دويم ځلي ټاکنو د په شاکېدو لپاره يوه پوښ جوړوي.

خو له ټولو سره سره ولس دې ته په تمه دی، چې له رايې يې ناوړه ګټه پورته نشي، ضايع نشي او حق حقدار ته وسپارل شي.

که چېرې ټاکنې دويم پړاو ته ځي، نو له نوماندانو او د هغوی له کمپاينرانو غوښتنه او هيلې دادي، چې په دې برخه کې دې د ولس ترمنځ نفاق ته لمن نه وهي، د هغوی له سپېڅلو ارادو دې ناوړه ګټه نه اوچتوي او همدا ډول په پوره حوصله او ورين تندي دې ميدان ته د ننه شي.

 دا په ولس پورې اړه لري، چې له چا ملاتړ کوي او په ټاکنيزو کميسيونو پورې اړه لري، چې تر کومه بريده په خپله ورسپارل شوې دنده کې ريښيني او ايماندار پاتې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *