«كــورجــوړوم پــه كې كرم د قلــمونو ونې
كور جوړوم ورته راوړم د كتابونو خښتې»
(شهنواز باقر)
کور جـوړوم آبــادومــه د فـــکـرونو مانۍ
کور جـوړوم پکې جګـوم د نوي دور مانۍ
کور جــوړوم نښـلــوم د نــوي نسل کــړۍ
کور جــوړومه او پـالم د نـویو خلکو لړۍ
(آصف بهاند)
د ۲۰۱۶ کال د می په شلمه نېټه مې وروسته له ډیرې ستړیا او کار نه د فیسبوک د بڼ ور پرانست، له څو مطلبونو وروسته د ښاغلي انجنیر زهیر شینواري له دې مطلب سره مخامخ شوم:
«شهنواز باقر
كورجوړوم په كې كرم د قلمونو ونې
كور جوړوم ورته راوړم د كتابونو خښتې
د پښتو ادب د كلاسيك او معاصر شعر تر منځ جوت توپير نه شته !
كه د شاعر نوم ورسره ونه ليكل شي، باور نه كوم كه څوك پوه شي چې دا معاصرشعر دى او كه كلاسيك؟
شهنواز باقر يو له هغو معاصرو شاعرانو څخه دى چى په شعر كې يې د كلاسيك شعر اثرات او سمبولونه ډير كم دي، خيال او دشعر انداز او ځمكه يې نوې ده.
نن ختيځ ادبي بهير، د باقر د نوي چاپ شوي كتاب (دهوا سترگو كې شگې) په هكله مخكتنه لرله، چې په اړه يې په زړه پورې مقالې وړاندې شوې»
د شهنواز باقر د شعرونو له لوستلو نه وروسته، دراک لوستونکی پوهیږي چې شهنواز باقر پر کومه لا روان دی. زه دلته د باقر صاحب پر شعر او شخصیت څه نه وایم. د شعرونو څومره بیلګې یې چې ما ته د میډیا په پاڼو کې په مخه راغلې دي، له لوستلو نه یې وروسته زه ویلالی شم چې باقر د نوي نسل روزلو ته یو متعهد شخص دی او په خپل شعر کې د نویو انځورونو او مفاهیمو په چو کاټ کې کله، کله داسې مسایل ځایوي او وړاندې کوي چې کاملاً نوي دي او د قدر وړ او د نوي نسل د روزلو په برخه کې یې یو شعر او لا یو بیت د څو کتابونو ځای ډکولای شي.دی قلم او کتاب په لاس د ټوپک د شپیلۍ پر ضد ولاړ دی او د نوي عصر د نوي انسان له پاره د نوي ژوند د جوړولو نارې وهي او…
ما چې د زهیر شینواري په پاڼه کې د باقر دا یو بیت ولید، د همدې یوه بیت په ادامه مې سمدلاسه څو بیتونه ولیکل.
دا هم د شهنواز باقر یو بیت او زما څو بیتونه:
«كــورجــوړوم پــه كې كرم د قلــمونو ونې
كور جوړوم ورته راوړم د كتابونـو خښتې»
(شهنواز باقر)
کور جوړوم آبـــادومــــــه د فـــکـــرونـــــو مــانۍ
کور جوړوم ورتــــه راوړم د نـــوي عـصـر نــړۍ
کور جوړوم پــکې جـــګــــوم د نــــوي دور مــانۍ
کور جوړوم ور تـــه راوړمـــــه د بـڼــوکــو ځـولۍ
کور جوړوم چــې ولـــري د یـوې مــینې خـولــګۍ
کور جوړوم چې په کـــې نــه وي د چا آه و سلـګۍ
کور جوړوم نــښلـــوم د نـــــوي نـــسل کــــــــــړۍ
کور جوړومه او پـــالـــم د نـــویـــو خــلـکـــو لړۍ
کور جوړوم پــر مــخ بـیایـم د نــوي عـصر ګــړۍ
کور جوړوم چې ور ګد شم په نوي عصر و سیالۍ
کور جوړوم لـــرې کـــومـــه لــه فـکـرو تـروږمۍ
کور جوړوم پــــه خــپـله مــټه پـکـې وهــم پـلـترۍ
سفر کـــوم او جـــوړومــه د سیـــالـــۍ ښــه بــیړۍ
سرای به شي جوړ نه به وي غم او راولـم خوشالۍ
آصف بهاند
۲۰۱۶/۰۵/۲۰